هرات (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): هېواد ته د اسلامکلا بندر له لارې د افغان کډوالو له پراخې راستنېدنې سره هممهاله د بیات خیریه بنسټ اعلان کړی چې خپلو اصلي ولایتونو ته د کډوالو لېږدولو لپاره یوه لس ورځنۍ طرحه لري.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت او بیات خیریه بنسټ رییس احسانالله بیات هرات او اسلامکلا بندر ته د خپل سفر په ترڅ کې راستانه شوو ته د خدمتونو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، ولایتونو ته د کډوالو له لېږد او د خوړو له وېشلو خبر ورکړ.
بیات له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د خوړو او لومړنیو توکو د وېش ترڅنګ یاد بنسټ تر لسو ورځو پورې مسافرین په وړیا ډول خپلو ولایتونو ته لېږدوي.
نوموړی وايي: «د مرستې وخت رارسېدلی او باید ټول یو ځای د راستانه شوو کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې کار وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې څو مسافر وړونکو شرکتونو له خصوصي سکټور سره په همکارۍ او د اسلامي امارت په هدایت راستانه شوي کډوال د اسلامکلا بندر له صفري نقطې په وړیا ډول د هېواد مرکزي، شمالي او ختیځ ولایتونو ته لېږدوي.
د هېواد د ټرانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزیر مولوي حمیدالله اخندزاده چې د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات اسلامکلا بندر ته تللی، ویلي یې دي چې راستانه شوي کډوال به له ځنډ پرته خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP