Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني ته راستنې شوې یو شمېر کورنۍ: زموږ ماشومانو ته دې د زده‌کړو زمینه برابره شي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): غزني ته له پاکستانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ له حکومت او اړوندو موسسو غوښتنه کوي چې د دوی ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي؛ مسوولین وايي، هڅه کوي په دې برخه کې هغوی ته ټولې اسانتیاوې رامنځته شي.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له سپټمبره راهیسې شاوخوا درې ميليون افغان کډوال افغانستان ته راغلي چې ډېر یې په جبري ډول را ایستل شوي او اوس هم هره ورځ ګڼې کورنۍ له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنېږي.

شاه‌محمد چې څلور میاشتي مخکې غزني ته راستون شوی، پژواک خبري اژانس ته وویل، د سرپناه نشتوالي او نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ د خپلو شپږو ماشومانو د زده‌کړو لپاره هم سخت اندېښمن دی.

هغه زیاته کړه، د سپین‌ږیريتوب له امله خپله کار نه شي کولای، اوس یې خپلې ټولې هيلې د بچیانو په تعلیم او روښانه راتلونکي پورې تړلې دي.

د نوموړي په خبره: «له حکومت، موسسو او ټولو خيريه بنسټونو مو غوښتنه ده چې زموږ اولادونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو تعليم وکړي.»

دغه‌راز، یو بل راستون شوی کډوال محمدسرور هم وایي، د دوی د ماشومانو تعليم ته دې پاملرنه وشي او د هېواد په ښوونځيو کې دې ورته اسانتیاوې برابرې شي.

هغه وویل، شپږ بچيان لرم، د کډوالۍ له امله ټول بې‌تعلیمه پاتې دي، خو په خبره يې، اوس غواړي هغوی په خپل هېواد کې زده‌‌کړې وکړي.

دغه‌راز، ۱۴ کلن عزیزاحمد هم چې په یادو کورنیو کې له پاکستانه راستون شوی وایي، هيله لري چې په خپل هېواد کې زده‌کړې‌ وکړي.

هغه زیاته کړه: «حکومت دې له موږ سره مرسته وکړي، څو تعليم وکړو، خط زده کړو چې په راتلونکي کې خپل وطن ته خدمت وکړو.»

ورته مهال، د اشرفۍ په نوم یوه مېرمن وایي، د اولادونو د تعلیم برخه کې له ډېرې اندېښنې بېخي رواني تکلیف ورته پیدا شوي او هیله لري چې د زده‌کړو زمینه ورته برابره شي.

په غزني ولایت کې یو ټولنیز فعال محمدامین ابراهیم‌زوی بیا وایي،‎ حکومت دې د راستنو شوو کډوالو ماشومانو ته په تولو برخو کې بشپړ چمتووالی ولري خو زده‌کړې یې تر ټولو اړینې دي چې باید پام ورته وشي.

د غزني د کډوالو او راستنېدونکو چارو ريیس مولوي مطیع‌الله عرب پژواک اژانس ته وویل، د راستنو شوو کډوالو ټول ماشومان چې شمېر ۱۲ زرو ته رسېږي، د اسلامي امارت د لایحې له مخې به په ښوونځیو کې شامل او په سمه توګه به خپلې زده‌کړې ترسره کړي.

د غزني د پوهني ريیس مولوي نصیراحمد حسیني بیا وایي، تر اوسه د ټولو هغو ماشومانو چې له پاکستانه راستانه شوي، دقیق شمېر نه دی معلوم، خو زیاتوي چې د مرکز او ولسوالیو په کچه یې د شمېر په اړه خپلو امرینو ته مکتوبونه استولي، څو د هغوی دقیق شمېر معلوم شي.

هغه وویل، د سږ کال په اوږدو کې یي د کډوالو چارو له ریاست سره په همغږۍ له ګڼ شمېر ماشومانو ازموینه اخیستل شوې او ښوونځیو ته معرفي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په مرکز او ولسوالیو کې یې ټولو ښوونځیو ته مکتوبونه استولي او ورته ویل شوي چې په خپلو سیمو کې د کډوالو کورنیو د ماشومانو زده‌کړو ته پام وکړي او ښوونځیو ته یې جذب کړي.

هغه زیاتوي، هڅه کوي چې د کډوالو کورنیو زده‌کړو ته پام وشي او اړینې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

‎د یادونې ده، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ له پیله راهیسې شاوخوا څلور زره کورنۍ غزني ته راستنې شوې چې د غړو شمېر یې زرګونه کسانو ته رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.