Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترانسپورټ وزارت سرپرست: له ایرانه راستنو شوو کډوالو ته د رسېدنې پروسه منظمه روانه ده

هرات (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د هېواد د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست چې د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات اسلام‌کلا بندر ته تللی وايي، راستانه شوي کډوال به پرته له هيڅ ځنډه خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي.

د هېواد د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست مولوي حمیدالله اخندزاده له ایرانه د راستنو شوو کډوالو د وضعیت څېړلو په موخه نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات اسلام‌کلا بندر ته ولاړ.

نوموړي د ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه رضایت څرګند کړ او زیاته یې کړه چې د کډوالو چارو ته رسېدنه په ښه ډول روانه ده او د خدماتو رسولو برخه کې کومه ستونزه نه لیدل کېږي.

اخوندزاده دغه‌راز په یاد ولایت کې د خیره موسسو او خلکو له مرستو مننه وکړه ویې ویل، د حکومت ترڅنګ خلک او خیریه موسسې د کډوالو د لېږد برخه کې اړین رول لوبوي.

د اسلامي امارت یاد چارواکی وايي، د ترانسپورټ وزارت بشپړ چمتووالی لري چې د راستنېدونکو کډوالو د شمېر ډېرېدو په صورت کې خپل خدمتونه هم پراخ کړي او د کډوالو د لېږد لپاره به خپله هيڅ هڅه ونه سپموي.

نوموړي څرګنده کړه چې کډوالو ته د اسلامي امارت خدمتونه، له ترانسپورټه نیولې تر خوړو برابرولو پورې د خلکو او اړوند بنسټونو په پراخه مرسته دوام لري او هڅه کېږي چې په دې پروسه کې هيڅ ډول نیمګړتیا نه وي.

د یادونې ده، په وروستیو ورځو کې له ایرانه د افغان کډوال راستنېدنه په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.