Language

د امریکا په ټګزاس کې د سېلابونو له امله د مړه شوو شمېر ۱۰۹ کسانو ته رسېدلی

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا په ټګزاس ایالت کې د سېلابونو له امله د مړه شوو شمېر ۱۰۹ کسانو ته رسېدلی دی.

د متحده ایالتونو د ټګزاس ایالت په مرکز او یو شمېر نورو سیمو کې د تېرې جمعې په ورځ ناڅاپي سېلابونه راغلل او یو شمېر کورونه یې یووړل.

رویټرز په یوه راپور کې ویلي، په ټګزاس کې د سېلابونو راتلو له امله د مړه شوو کسانو شمېر تر پرون ورځې ۱۰۹ کسانو ته لوړ شوی چې ډېری ماشومان دي او ژغورونکي ډلې د نورو نادرکه کسانو په پلټنه بوختې دي.

د ټګزاس ایالت چارواکو ویلي چې د اوبو په کمېدو او د لټون هڅو په پراخېدو سره ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.