Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زاهد: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړېږي چې کورنی تولید یې د هېواد تر ۲۰ سلنه اړتیا پوره کوي

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال کندهار ولایت کې له یو شمیر سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، پر هغو وارداتي توکو به تعرفه لوړه شي چې کورنی توليد یې تر ۲۰ سلنه یا زیات د هېواد د بازار اړتیا پوره کولای شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت معین مولوي احمدالله زاهد کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې، د صنایعو او کانونو خونو له مسوولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو او صنعت‌کارانو سره وکتل.

یاد وزارت لیکلي، د غونډې پر مهال ګډونوالو د صنعتي ځمکو د وېش، د اړینو خدماتو نشتوالی، پر خامو توکو د ترجیحي تعرفې لګولو اړتیا، له پاکستاني لوري سره د تازه مېوې د سوداګريزې هوکړې او د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو په اړه خپلې اندېښنې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.

زاهد یادو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې د صنعتي پارکونو د ځمکو وېش به شفاف، عادلانه، او د اسلامي امارت د مشرتابه له لورې د تصویب شوي قانون پر بنسټ ترسره کېږي.

هغه دغه‌راز ویلي، پر هغو وارداتي توکو به تعرفه لوړه شي چې کورنی توليد یې تر ۲۰ سلنې یا زیات د بازار اړتیا پوره کولا شي.

د ده په خبره، د تعرفو اړوند اسناد به له دې وروسته د الکترونیکي سیسټم له لارې، په شفاف، دقیق او چټک ډول طی مراحل کېږي او وزارت هڅه کوي چې دا بهیر په نورو برخو کې هم پراخ کړي.

هغه دغه‌راز له پاکستان سره د ترجيحي تعرفو په اړه پانګوالو او ملي سوداګرو ته ډاډ ورکړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له پانګوالو غوښتي څو له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره رغنده ګامونه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.