Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات – تورغونډۍ اوسپنې ‌پټلۍ پروژه کې د۵۰۰ میلیون ډالر پانګونې هوکړه‌ لاسلیک شوه

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې هوکړه‌ لاسلیک شو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا عبدالغني برادر په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، د لیدنې پرمهال دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ، بانکي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان اړیکې مثبتې او د پرمختګ په حال کې وبللې او ویې ویل، اسلامي امارت له قزاقستان سره د هغو همکاریو د پراخېدو لپاره کار کوي چې د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لامل ګرځي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال قزاقي لوري ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کولای شي د یوه مؤثر ترانزیټي دهلېز په توګه، قزاقستان ته دا زمینه برابره کړي چې  خپله انرژي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدوي.

ده ویلي، دواړه لوري کولی شي د کانونو، ترانسپورټ، مخابراتو، انرژۍ تولید، نفت او ګاز او بنسټیزو پروژو په برخه کې ګډ کار وکړي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، د دې لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو توکو د حفظ او قرنطین د موافقتنامې پر لاسلیک کېدو، د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړۍوال حمل او نقل او ترانسپورټ په اړه د موافقتنامې پر لاسلیک کېدو، د افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې پر مشترکې همکارۍ، په دواړو هېوادونو کې د لویو سوداګریزو مرکزونو پرانیستلو او د ترانزیټي فیسونو پر کموالي بحث وشو چې په تطبیق سره به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف هم ویلي، دوی په نړۍوال سټیج له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د ګډو همکاریو او نږدې کار کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

هغه ویلي،  قزاقستان چمتو دی چې د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې عملاً د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

هغه افغانستان ته د برېښنا وارداتو د زیاتوالي، د قزاقستان بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو انتقال او د قزاقستان په ازادي او زمان بانکونو کې د افغاني بانکونو د حسابونو پرانیستلو ته له خپل لوري چمتووالی څرګند کړی کړی دی

اقتصادي معاونیت لیکلي، په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې د پيل په موخه تفاهمنامه هم لاسلیک شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.