Language

بلخ کې یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بلخ د استخــباراتو ریاست او نورو ارګانونو په ګډو عملیاتو کې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار په سلیم څلورلاره کې یو ماشوم د اختطافګرو له منګولو ژغورل شوی دی.

د هغه په وینا، په دغو عملیاتو کې – چې مشري یې د بلخ والي کوله –  «ټول اختطافګر او پټنځایونه یې له منځه تللي» او ژغورل شوی ماشوم د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.

قانع وایي چې په دې اړه نور جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.