نیلي (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): دایکنډي کې هغه دښتې او د غرو لمنې چې پخوا به ښېرازه او زرغونې وې او د زرګونو څارویو د څرولو ځای به و، د دوامداره وچکالیو نتیجه کې سپېرې او وچې شوې چې له امله یې مالداران له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دایکنډي کې له پرلهپسې وچکالیو او د ورښتونو له کمېدو سره هممهاله سلګونه هغه کورنۍ چې څاروي لري، په سخت وضعیت کې دي. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د وښو د کمښت او څرځایونو د وچېدو له امله اړ شوي چې خپل څاروي په کمه بیه وپلوري او یا له مالدارۍ لاس په سر شي.
په دایکنډي کې خلک تر ډېره د کرنې او مالدارۍ له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. هغوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د مالدارۍ د له منځه تلو مخنیوي لپاره د وښو په برابرولو او د وچکالۍ ناورین مدیریت برخو کې بېړني او اغېزناک اقدامات ترسره کړي.
نوراحمد کلونه کلونه خپلې اوزې او پسونه د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د پیتاب سیمې په زرغونو دښتو کې څرول، دغه ښېرازه دښتې او تپې د هغه د ژوند په شریانونو کې د وینې د جریان حیثیت درلود.
اوس د یادو دښتو او درو ډېره برخه د ناهیلیو کیسې وړاندې کوي او لسګونه اوزې او پسونه چې له ډېرو کلونو راهیسې یې د یاد مالدار اقتصادي څرخ په حرکت راوستلی و، اوس دغه څرخ د درېدو په حال کې دی.
نوراحمد چې له څه باندې لسو کلونو راهیسې په کرنه او مالدارۍ بوخت دی، د څارویو ساتلو له لارې یې د خپلې اووهکسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې، خو هغه وايي چې وچکالۍ او د ورښتونو کمښت د دې لامل شوي څو د څارویو لپاره واښه په بېسارې توګه کم شي.
هغه زیاته کړه: «پخوا مې غواګانې او ډېر مال درلود، هر کال به مې ډېر څاروي پلورل، هم د کورنۍ لګښت کېده او هم مې پیسې سپما کولې، واښه به ډېر وو، په درو کې به مو رېبل، هره ورځ به مو څاروي د څرولو لپاره غرونو ته بیول، خو سږ کال د ورښتونو نشتوالي له امله د څارویو واښه ډېر کم شوي او په غرونو او دښتو کې هم د څارویو مړولو لپاره څه نشته.»
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: «د کال له پیله چې ورښتونه نه وو، پوه شوم چې سږ کال بد کال دی، خپل څو پسونه او اوزې مې وپلورل څو پاتې نور پرې وساتم، اوس په غرونو کې هيڅ هم نشته، زامن مو مالونه او غواګانې وږي بیایي او وږي یې بېرته راولي، له همدې له امله مې بیا هم خپلې څو غواګانې او څاروي په نیمه بیه وپلورل.»
هغه څرګنده کړه چې اوس خلک د څارویو ساتلو ته لېوالتیا نهلري؛ ځکه د څارویو لپاره مناسب خوراک نشته؛ له همدې امله هغه مالداران چې د څارویو ساتلو وس نه لري، اړ شوي څو خپل څاروي په کمه بیه وپلوري.
خو هغه له حکومته غواړي چې د څارویو وښو د تامین برخه کې د دایکنډي له مالدارانو ملاتړ وکړي او د مالدارۍ د له منځه تلو مخنیوي لپاره دې بېړني اقدامات ترسره کړي.
دا یوازې د نوراحمد کیسه نه ده، د دایکنډي د سنګتختوبندر ولسوالۍ بل مالدار قدرت باقري هم دې ته ورته کیسه لري او وايي: «وچکالیو د څارویو واښه ډېر کم کړي، کله چې څرځایونه او اوبه نه وي، اړ یو خپل څاروي وپلورو، د وښو بیه دوه برابره شوې، د پېرلو وس یې نه لرو.»
ستونزه یوازې د وښو د کموالي نه ده، د څارویو لپاره د څښاک اوبه برابرول هم تازه ستونزه ده.
قدرت وايي چې مالداران اوس په اوبو کې له اسرافه د مخنیوي لپاره د لوښو او جامو له مینځلو پاتې اوبه خپلو څارویو ته ورکوي؛ هغه کار چې هیڅکله یې په اړه فکر هم نه و کړی.
هغه دغهراز زیاتوي: «له حکومت او موسسو غواړو چې موږ ته دې کنجاره او واښه ووېشي او باید یوه لار پيدا شي څو زموږ څاروي له منځه ولاړ نهشي.»
خو دا ستونزه یوازې د یوې کورنۍ او کلي نه ده؛ د دایکنډي یو قومي مشر علي جنتي د خلکو د عاید د پام وړ کمېدو یادونه کوي او وايي: «د دغه ولایت ډېرې کورنیو د څارویو ساتلو او پلورلو له لارې ډوډۍ پیدا کوله، خو د ورښتونو په کمېدو او د وچکالۍ په دوام سره دغه سنتي کار د له منځه تلو په حالت کې دی.»
هغه زیاته کړه چې اقلیمي بدلونونو هم کرنې او مالدارۍ ته سخت زیان رسولی، څرځایونه نه دي پاتې او اوبه دومره هم نشته چې خلک یو څه وکري، ډېری کسانو له مالدارۍ لاس اخیستی دی.
علي جنتي ټینګار کوي چې د عوایدو د دغو دوو سرچینو په له منځه تلو؛ یعنې کرنه او مالداري، دایکنډي له بېساري اقتصادي ستونزو سره مخ شوی؛ ځکه د هغه په خبره، سږ کال په غرونو او دښتو کې څرځایونه له منځه تللي او اوبه هم دومره نه دي چې خلک په ځمکو کې د څارویو لپاره څه وکري.
دغه قومي مشر هم له حکومته غواړي چې د دایکنډي د مالدارانو لپاره نورې بدیلې حللارې ولټوي څو خلک له بېوزلۍ وژغورل شي.
د چاپېریالساتنې برخې کارپوهان: دایکنډي کې وچکالي یوازې یو طبیعي نه، بلکې یو اقتصادي او ټولنیز ناورین هم دی
په دغه ولایت کې د چاپېریالساتنې برخې کارپوه محمد همدرد وايي چې وچکالي یوازې یو چاپېریالي نه، بلکې یو «اقتصادي – ټولنیز» ناورین دی او د هغو خلکو ژوند ګواښي چې پر کرنه او مالدارۍ متکي دي.
همدرد وايي: «د وچکالۍ له امله عواید کم او لګښتونه لوړ شوي، سرمایې له منځه تللې، د بېکارۍ او کډوالۍ یوه څپه یې رامنځته کړې ده. هغه کلي چې په سنتي مالدارۍ متکي وو، اوس له ټولنیز او اقتصادي اړخه له ګواښ سره مخ دي.»
هغه څرګنده کړه، د ورښت کموالی او د څرځایونو وچيدل مالداري ګواښي او دې چارې د څارویو له تغذیې نیولې، د کورنیو تر اقتصاده او د کلیوالي خلکو تر ټولنیز جوړښت، هر څه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کړي دي.
همدرد د دغه ناورین اغېزو ته په اشاره وايي، د دایکنډي ډېری اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي خو د وچکالیو د دوام له امله اوس خلکو دا هرڅه له لاسه ورکړي دي.
هغه وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره دې نورې لارې چارې ولټول شي.
هغه زیاته کړه: «د مالدارۍ عصري کول، د طبیعي او د اوبو د سرچینو مدیریت، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نباتاتو کرل، د حیواني روغتیايي خدماتو ښه کول، د مالدارۍ بېمې ته لارسرسی او د مالدارانو د پوهاوي کچې لوړول هغه موارد دي چې د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو سره د مبارزې لپاره کارېدای شي.»
هغه ټینګار کوي چې حکومت، سیمهییز بنسټونه او خلک باید د مالدارۍ سکټور په ژغورلو کې مرسته وکړي.
په همدې حال کې، د دایکنډي د کرنې ریاست مسوولین ټینګار کوي چې وچکالي په دغه ولایت کې د څارویو لپاره د خوراکي توکو د جدي کمښت، د حیواني ناروغیو زیاتېدو او د څارویو د بیې د پام وړ ټيټېدو لامل شوې ده او د زرګونو کورنیو پر اقتصادي وضعیت یې منفي اغېز کړی دی.
د دایکندي د کرنې په ریاست کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر کاظم کاظمي وايي چې وچکالۍ مالدارانو ته سخت زیانونه اړولي او د وښو د کمښت، د څرځایونو وچيدو، ناروغیو خپرېدو، د څارویو د بیې ټیټېدو او په ټوله کې د کورنیو د اقتصادي کمزورتیا لامل شوې ده.
هغه زیاته کړه، کرنې ریاست له حیواني کلینیکونو سره په همغږۍ د حیواني ناروغیو د کنټرول لپاره لازم اقدامات کړي او د ناروغیو خپرېدو په اړه راپورونه یې له همکارو موسسو او کرنې وزارت سره شریک کړي دي.
هغه وویل، دغه ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې دفتر (FAO) په همکارۍ سږ کال د طاعون ناروغۍ ضد ۱۲۰ زره دوزه واکسین پر مالدارانو وېشلی دی.
کاظمي دغه راز وویل: «د کرنې برخه کې همکارو موسسو له بېوزله کورنیو د ملاتړ لپاره کوچنۍ پروژې تطبیق کړې دي، بلخوا، د وچکالۍ برخه کې یې یوازې د مالدارۍ ارزونه کړې چې تر اوسه نه ده بشپړه شوې او عملي کار یې هم نه دی کړی.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP