کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴): کابل کې یوه خصوصي پوهنتون په هېواد کې د خبریالانو د مالي او تحصیلي ملاتړ لپاره صندوق جوړ کړی دی.
د دغه صندوق د پرانیستې مراسم نن (دوشنبه) په کابل کې د باختر پوهنتون له خوا ترسره شول چې د یو شمېر رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو مسوولینو هم ګډون پهکې کړی و.
د باختر پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رییس محمدحنیف فرزان په دې غونډه کې وویل چې د اسلامي، ملي، ټولنیزو او اخلاقي لارښوونو له په پام کې نیولو سره دوی پرېکړه کړې چې له مالي اړخه د خبریالانو لاسنیوی وکړي.
هغه څرګنده کړه چې خبریالان باید له ظرفیتي، علمي، تخنیکي، مسلکي، حقوقي او مسلکي پلوه پیاوړي شي.
هغه زیاته کړه، ژمن دي چې د خبریالانو لپاره د مالي او تحصیلي صندوق له لارې هره میاشت د استادانو د معاشونو، د محصلینو د فیسونو او د پوهنتون د شخصي بودجې یوه اندازه پیسې خبریالانو ته ورکړي څو له دغو پیسو په استفادې د یوه خبریال اقتصادي اړتیاوې پوره شي.
هغه وویل: «د دغه صندوق له لارې موږ چمتو یو، هغه خبریالان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او یا یې زدهکړې نیمګړې پاتې دي، په وړیا ډول د ژورنالېزم پوهنځي ته جذب کړو او د هغوی تحصیلي ملاتړ زمینه برابره کړو.»
فرزان زیاته کړه چې د یوه شفاف مکانیزم له لارې او د رسنیزو بنسټونو همکارانو او د رسنیو له مسوولینو سره په ګډه هره میاشت یا دوو میاشتو کې یو ځل د یاد صندوق له لارې راټولې شوې مرستې پر شرایطو برابر یوه یا دوو خبریالانو ته ورکول کېږي.
ورته مهال، د خبریالانو خوندیتوب کمېټې رییس عبدالقدیم ویاړ وویل چې ډېر تمرکز باید د خبریالانو د زدهکړو پر برخه وي څو لا ډېر کادرونه ټولنې ته وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړه چې له خبریالانو د ملاتړ لپاره بېلابېل بنسټونه شته او د یاد صندوق پراختیا باید ډېری د خبریالانو د زدهکړو برخه کې وي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې رییس حجتالله مجددي هم په یاده ناسته کې وویل چې د باختر پوهنتون ډېر تمرکز دې د خبریالانو د وړتیاوو پر لوړولو او زدهکړو وي؛ ځکه ځیني خبریالان د ژورنالېزم څانګې لوستلو او تعقیبولو ته اړتیا لري.
هغه له یاد صندوق څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ.
ورته مهال، یوه خبریال فواد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د داسې صندوقونو رامنځته کول تر یوې اندازې کولای شي د خبریالانو اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
هغه ټینګار وکړ د یاد صندوق رامنځته کوونکي او مسوولین باید حق حقدار ته وسپاري او مرسته مستحقو خبریالانو ته په اساسي توګه ورسوي.
د هغه په وینا، خبریالان له ډېرو ستونزو سره مخ دي او ډیری یې په کم معاش او یا په وړیا ډول له رسنیو سره کار کوي.