میمنه (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴): فاریاب کې ځايي مسوولینو د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د چارو له پیلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو به یې ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
د فاریاب د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي علاوالدین حقپرست پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاده پروژه کې د یوې ژورې څاه کېندل، د ۴۰ مترمکعب په ظرفیت د اوبو یوې ذخیرې او ۲۰ کیلومتر نل غځونه شامل دي چې د اندخوی ولسوالۍ په «کوبلیک» کلي کې د راتلونکو څلورو میاشتو په موده کې به پلې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هغه په وینا، د یادې پروژې په بشپړېدو به ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
نوموړي وویل چې یاده پروژه د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د همکارو دفترونو په مالي مرسته پلې کېږي.
بلخوا، د اندخوی یو اوسېدونکی امانالله صمیمي وايي چې وروستیو وچکالیو خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ کړي، د اوبو برخه کې شته ستونزې یوازې د یوې پروژې په پلې کېدو نه هوارېږي، هیلهمن دی چې نورې موسسې هم د اندخوی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې کړي.
ورته مهال، یو بل ځايي اوسېدونکی احمد محمودي د اوبو رسولو شبکې چارو له پیلېدو د خوښۍ په څرګندولو وویل چې په اندخوی ولسوالۍ کې د ځمکې لاندې اوبه تروې او د څښلو وړ نه دي، خلک خپلې د اړتیا وړ اوبه په لوړه بیه پېري او دغه ډول پروژې لږ تر لږه کولای شي د خلکو د ستونزو یوه برخه حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP