غزنيښار (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴): غزني کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو سړکونو کانکرېټولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د غزني ښاروالۍ سکټوري امر مولوي فضلاحمد مدني نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې پر دغو سړکونو ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې نړۍوال بانک ورکړې دي.
هغه زیاته کړه، له دغو درېیو سړکونو دوه د غزني ښار په لومړۍ او یو په پنځمه ناحیو کې موقعیت لري. دغه سړکونه کانکرېټ شوي، د هر یوه اوږدوالی ۶۰۰ متره او سور یې ۶ متره دی چې ټولټال ۱۸۰۰ متره سړکونه کېږي.
د نوموړي په خبره، د یادو پروژو چارې د یونپس موسسې له خوا د درېیو میاشتو په موده کې ترسره شوې او نږدې ۳۰۰ کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې وه.
ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي د دغو پروژو پر بشپړېدو خوښي څرګندوي او له اړوندو چارواکو غوښتنه کوي چې ورته نورې پروژې دې هم بشپړې شي.
د غزني ښار د لسم ګذر یوه مشر حاجي تواب پژواک ته وویل، یاد سړکونه د غزني ښار له مهمو سړکونو دي چې هره ورځ پرې زرګونه خلک تګ راتګ کوي.
د یادونې ده، یوه اونۍ مخکې هم په غزني ښار کې د درېیو نورو سړکونو چارې بشپړې شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP