Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلی او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د قره‌باغ ولسوالۍ په «ټولاخېلو» سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «ناپېژانده کسان یوه کور ته ورغلي، یو کس او څلور ماشومان یې په ډزو وژلي او یو بل ماشوم یې ټپي کړی دی.»

دی وایي، د پېښې په تړاو یې څو تورن کسان نیولي او تر څېړنو لاندې دي.

سرحدي وایي، ښایي دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.