خوستښار (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴): خوست ښار کې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې یونیم کیلومتر سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سړک چې د خوست د شیخ زايد له پوهنتونه تر اداري کمپلېکس پورې غځېدلی، نږدې يونيم کيلومتر اوږدوالی لري.
هغه زیاته کړه چې د دغه سړک په اوږدو کې د دوو پلچکونو او دواړو غاړو ته د ۱۵۴۰ مترو ویالو او ګلدان جوړول هم شامل دي.
راشد وايي چې د یاد سړک جوړولو چارې به د راتلونکو پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شي او خلکو ته به تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د هغه په وینا چې روان کال د خوست ښاروالۍ د بيارغونې ۳۰ لويې او وړې پروژې په پلان کې لري چې د ښار په بېلابېلو برخو کې به پلې شي.
بلخوا، د خوست ولایت اوسېدونکي که څه هم په خوست ښار کې د روانو رغنیزو پروژو تطبیق ته خوښ دي خو ترڅنګ یې ټینګار کوي چې په یاده برخه کې دې لا ډېرې هڅې وشي څو شته ښاري نیمګړتیاوې ژر تر ژره پوره شي.
د خوست یوه اوسېدونکي حليم پژواک ته وويل: «دا سړک ډېر مهم دی؛ ځکه د ولايت عمومي لار ده او د ورځې ډېر کسان پرې تګ راتګ کوي، نو که پوخ شي خلګو ته به ډېر سهولت وي.»
په همدې حال کې موټرچلوونکي هم وايي چې په یاد سړک د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو؛ ځکه سړک خام دی او وخت یې ډېر ضايع کېده.
يو موټرچلوونکي شفیع وايي: «په لار به چې موږ راتلو نو نيم ساعت يې له موږ نيوه؛ ځکه چې لار خرابه ده، اوس که جوړ شي ډېر خوند به وکړي.»
خوست کې د یادې رغنیزې پروژې چارې داسې مهال پیلېږي چې هممهاله د ښاري اسانتیاوو په موخه د ځینو لویو پروژو چارې دوام لري او چارواکي ډاډ ورکوي چې روان کال به هم په دغه ولایت کې د میلیونونو افغانیو په لګښت ګڼې پروژې تطبیق شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP