Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیو‌اېف‌پي: د بودجې کمښت به له کډوالو سره د مرستو دوام له خنډ سره مخ کړي

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP)  له ایرانه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د سرچینو د محدودیت له امله یوازې یو شمېر اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسولای شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP)  نن (چهارشنبه) د جون میاشتې د راپور په خپرولو ویلي چې دغه بنسټ یوازې د روان کال د جون میاشت کې په افغانستان کې له ۱.۸ میلیونه کسانو سره نغدي او خوراکي مرسته کړې ده.

سرچینه وایي، له ایرانه د کډوالو ډېر شمېر راستنېدنه چې ډېرې اړتیاوې لري، پر زیانمنو ټولنو ډېر فشار واردوي.

یاد بنسټ څرګنده کړې چې هره ورځ د راستنېدونکو افغانانو منځنی شمېر څه باندې ۱۹ زره کسانو ته رسېږي او تر ټولو ډېر شمېر یې ۲۵ زره او ۹۰۰ کسان ثبت شوی دی.

دغه بنسټ ویلي: «د سرچینو محدودوالی دا معنا لري چې موږ یوازې له لږ شمېر اړمنو کسانو سره مرسته کولای شو. که نوره بودجه برابره نه شي، نو د راستنو شوو کډوالو لپاره به مرستې کمي شي او له څو اونیو وروسته به بېخي ودرېږي.»

ورته مهال، د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې چې دوی د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو ۲۶۸  له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرستې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا له ایرانه د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې له لیدو وروسته له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې دغه وضعیت ته د رسېدنې په موخه په اسلام‌کلا بندر کې بېړني او همغږي اقدامات ترسره کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.