هرات – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴
د خپلو ټولنیزو مسؤلیتونو د یوې برخې په توګه، اتصالات د اسلام کلا پولې له لارې له ایران څخه په دې وروستیو کې راستانه شویو ۷۵۰ کورنیو ته له ۱۷.۵ ټنو څخه ډېر خوراکي توکي وويشل. د دې بشري مرستې موخه د نوي راستنیدونکو افغان کډوالو ملاتړ کول او د دوی د راستنیدو په لومړۍ دوره کې د اړینو خوړو چمتو کول دي.
د خوړو د ویش پروګرام د هرات ولایت د والي دفتر لخوا همغږي شوی او د سیمه ایزې ادارې لخوا څارل کیږي، ترڅو روڼوالی او انصاف څخه ځانونه ډاډمن کړي. په دې کڅوړو کې د کورنیو د لومړني خوراکي اړتیاو د پوره کولو لپاره یو لړ اړین توکي شامل دي.
د یادونې وړ ده چې اتصالات په تیرو وختونو کې د تورخم او سپین بولدک په پولو کې هم له پاکستان څخه راستنیدونکو ته د خوړو کڅوړې ویشلي دي.
د اتصالات د سوداګریزو چارو مشر عبدالله جابر وویل: “په اتصالات کې، مونږ باور لرو چې زموږ مسؤلیت د مخابراتي چوپړتیاوو چمتو کولو څخه هاخوا دی.” “مونږ ژمن یو چې د اړتیا په وخت کې د افغانانو ملاتړ وکړو او په دې برخه کې به هیڅ هڅه ونه سپموو.”
په ورته وخت کې، په اسلام کلا کې د وړیا سیمکارټونو ویش او د اتصالات د ځانګړو غرفو له لارې راستنیدونکو ته د پیریدونکو چوپړتیاوو چمتو کول ۲۴/۷ دوام لري. سربیره پردې، اتصالات پولې ته نږدې خپل یو انـټن د ۴ جي چوپړتیاوو ته لوړ کړی دی ترڅو راستنیدونکي وکولی شي، چې په اسانۍ سره خپلو کورنیو سره په اړیکه کې پاتې شي.
په افغانستان کې د چوپړتیاوو د پیل راهیسې، اتصالات د باکیفیته مخابراتي چوپړتیاوو چمتو کولو سره د افغانانو ملاتړ کړی دی، او همدارنګه يې د افغانانو ملاتړ لپاره پراخ ټولنیز او بشري پروګرامونه وړاندې کړي دي.
د اتصالات په اړه: –
اتصالات افغانستان د E& فرعي شرکت دی، چې د نړۍ یو له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې مرکزي دفتر یې په متحده عربي اماراتو کې موقعیت لري. اتصالات افغانستان په 2007 کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې او په لنډ وخت کې په افغانستان کې دیره چټکه وده وکړه چې اوس مهال له 7 میلیون څخه ډیر پیریدونکي لري. د کیفیت له مخې لومړي مقام ته رسیدل، د هیواد په ټولو ولایتونو کې د غوره چوپړتیاوو، مناسب قیمت او پراخ او ځانګړي پوښښ وړاندې کول د دې شرکت له موخو څخه دي. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې د خپل فعالیت له پیل څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې له ۴۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې او په هیواد کې د 3.75G یا د دریم نسل ګرځنده چوپړتیاوو لومړنۍ مخابراتي شبکه ده.
د لا ډیرو معلوماتولپاره له www.etisalat.af او یا هم www.facebook.com/etisalatafgڅخه لیدنه وکړئ.
پای
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP