Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی او باید د کارموندنې په موخه د راستنو شوو له مهارتونو او زده‌کړو ګټه پورته شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، کرنۍ مالدارۍ، اوبولګولو، کار او ټولنیزو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو په ګډون له ګاونډیو هېوادونو راستنو شوو کډوالو ته د کارموندنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، په جبري ډول د ډېر شمېر کډوالو راتګ د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی او زیاته کړې یې ده چې د کارموندنې په موخه باید د راستنو شوو کډوالو له مهارتونو او زده‌کړو ګټه پورته شي.

مولوي کبیر ویلي چې د راستنو شوو کډوالو د کاري ظرفیت لوړېدو او د هغوي د نیمګړو زده‌کړو بشپړولو ته دې اړوندې ادارې رسېدنه وکړي، څو راستانه شوي هېوادوال په ټولنه کې د کار کولو وړ وګرځي.

د کډوالو سرپرست وزیر دغه راز د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ له وزارتونو غوښتي چې په خپلو چارو او تړونونو کې دې راستنو شوو کډوالو ته لومړیتوب ورکړي او د کلیوالي اقتصاد پياوړتیا ته دې پام وکړي.

په یاده ناسته کې  د کار او ټولنیزو چارو  وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري ویلي چې یو شمېر راستانه شوي کسان ادارو ته د دندو په موخه معرفي شوي دي.

عمري زیاته کړې: «راستانه شوي هېوادوال د کرنې، مالدارۍ، صنعت، سوداګرۍ او همدرانګه په اداري برخو کې د پام وړ مهارتونه او ځیني په دیني او عصري علومو کې د ماسټرۍ تر کچې  زده کړې لري.»

دغه راز، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د خپل پنځه‌کلن پلان له مخې هر کال زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او راستنو شوو کډوالو  ته به د کوچنیو کاروبارونو پر رامنځته کولو تمرکز ولري.

عزیزي زیاته کړې، اسلامي امارت د اړتیا وړ ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په واک کې ورکړې چې  صنعتکارانو ته به ورکړل شي.

سرچینې لیکلي، د ناستې په پای کې راستنو شوو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو چمتو کولو په موخه د یادې کمېټې د چارو ګړندۍ کېدو او اغېزناک فعالیت لپاره شوي وړانديزونه وارزول شول او د یو شمېر موضوعاتو په هکله پرېکړې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د روان میلادي کال په جون میاشت کې هېواد ته له ایرانه د نیم میلیون افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې اوسمهال هره ورځ د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې تر ۳۰ زره او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې تر ۱۰ زره افغان کډوال په جبري توګه له ایرانه افغانستان ته راستنېږي.

پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسوول د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي وو چې د دغه سازمان له خوا راستنېدونکو افغان کډوالو ته لس میلیونه ډالر نغدي مرسته ځانګړې شوې او هڅې کوي څو نورې مرستې هم راجلب کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.