Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: اسلام‌کلا بندر کې کډوالو ته هره ورځ ۷۵۰۰ وړیا سیم‌‌کارتونه وېشل کېږي

هرات (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د هرات د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اسلام‌کلا بندر کې راستنو شوو کډوالو ته د مخابراتي شرکتونو له لوري هره ورځ شاوخوا ۷۵۰۰ سیم‌کارتونه په وړیا ډول وېشل کېږي.

د هرات د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رییس حافظ خیرالله خیرخواه وايي چې مخابراتي شرکتونه له دغه ریاست سره په همکاری هره ورځ اووه‌نیم زره سیم‌کارتونه په اسلام‌کلا بندر او نورو سیمو کې کډوالو ته وېشل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد اقدام د دې لپاره شوی څو کډوالو وکولای شي په اسانۍ له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي او مخابراتي خدمتونو ته لاسرسي ومومي.

د هغه په وینا چې دغه سیم‌کارتونه د بایومټریک له ثبت وروسته وېشل کېږي او کډوال کولای شي د سیم‌کارت له ترلاسه کولو وروسته د اړیکې، پیغام او انټرنېټ له خدمتونو ګټه واخلي.

ورته مهال، په هرات کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) رییس مولوي بازمحمد سروري وايي چې مخابراتي شرکتونه د سیم‌کارتونو د وېش ترڅنګ کډوالو ته د خوراکي توکو برابرولو او خپلو سیمو ته د هغوی لېږدولو برخه کې هم همکاري کوي.

ورته مهال، د ځینو مخابراتي شرکتونو مسوولین وايي چې یاد سیم‌کارتونه د اړیکو، پیغامونو او انټرنېټ له وړیا کڅوړو سره کډوالو ته ورکول کېږي څو هغوی د اړیکو نیولو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

راستانه شوي کډوالو هم له یادې لړۍ خوښې څرګندوي او وايي چې هېواد ته له راتګ سره هم‌مهاله د وړیا سیم‌کارتونو ترلاسه کول له کورنیو سره د اړیکې نیولو او معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې له دوی سره لویه مرسته ده.

د یادولو ده، هره ورځ د حکومت او خیریه بنسټونو له لوري کډوالو ته د رسېدنې خدمتونه لکه د بشري مرستو وړاندې کول، ولایتونو ته د کډوالو لېږدول، د اوبو او خوړو برابرول او روغتیايي مراقبتونه وړاندې کېږي.

د مسوولینو په وینا، یوازې په تېره میاشت کې هېواد ته له ایرانه څه باندې نیم میلیون افغان کډوال په جبري توګه راستانه شوي او اوسمهال هره ورځ د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې تر ۳۰ زره او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې تر ۱۰ زره افغان کډوال هېواد ته راګرځول کیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.