Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سنوکر نړۍوالې سیالۍ؛ صالح‌محمد محمدي له خپل اماراتي سیاله ماتې ومنله

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالح‌محمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو د لوبغاړي پر وړاندې ماتې وخوړه.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالح‌محمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍ‌والو سیالیو د ماسټرانو برخه کې د متحده عربي اماراتو د لوبغاړي محمد الجوکر پر وړاندې دوه پر څلور ماته وخوړه.

د المپیک ملي کمېټې زیاته کړې، دغه سیالۍ د ماسټرانو او شپږو بالونو په دوو جلا برخو کې ترسره کېږي چې د افغانستان په استازولۍ  صالح‌محمد محمدي د لویانو او احمد نعمان نعمان د نوو ځوانانو کټګوریو کې کډون کړی دی.

د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د جولای په ۱۳مه د بحرین هېواد په کوربه‌توب په مانامه ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام ولري.

د یادونې ده، د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالح‌محمد محمدي له دې مخکې د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو کې د بحرین او عمان لوبغاړو ته ماتې ورکړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.