Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلالي د برېټانیا له شارژدافیر سره په بېلابېلو روغتیایي برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د روږدو او سرطاني ناروغانو درملنې او د مور او ماشوم د روغتیا په برخو کې د ملاتړ او همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي ‎د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن او د افغانستان لپاره د یاد هېواد له نوي ټاکل شوي استازي ریچارد لینزي سره لیدلي دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیايي سیسټم د ښه والي، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د روږدو او سرطاني ناروغانو درمنلې او مور او ماشوم د روغتیا په برخو کې پر همکاریو بحث او خبرې وشوې.

یاد وزارت لیکلي، جلالي د روغتیا په برخه کې د انګلستان هېواد له مرستو او همکاریو څخه د مننې تر څنګ له نوي ټاکل شوي استازي څخه په پورته ذکر شوو برخو کې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، یاده لیدنه کې د برېټانیا شارژدافیر او نوي ټاکل شوي استازي ډاډ ورکړ چې د ورغتیا په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.