کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د غوړیو بیه ټیټه شوې خو د اوړو بیه لږ څه لوړه شوې ده.
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په کابل ښار کې د ۱۶ لیټره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۶۵۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د نوموړي په وینا، د غوړیو بیه ځکه ټيټه شوې چې په نړۍوالو بازارونو کې یې هم بیه ټيټه شوې ده.
خو نوموړي وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پلور عمده بیه له ۱۴۰۰ څخه ۱۴۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرچینې په وینا، نن هم لکه د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۴۰۰ او د یوه کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن په کابل کې تېرو اوو ورځو په څېر یو لېتر پټرول په ۶۰ افغانۍ او یو لېتر ډیزل په ۶۲ افغانۍ پلورل کیږي.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلو اوبلن ګاز په ۴۷ افغانۍ پلوري.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۶۰۰۰ افغانۍ او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه ۴۷۰۰ افغانۍ ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۶۹ اعشاریه ۱۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د چنګاښ په ۲۱مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۹ اعشاریه ۱۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP