Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کي د خلکو پر ګڼه‌ګوڼه د موټر ورتلو پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا په لاس‌انجلس ښار کې د خلکو پر ګڼه‌ګوڼه د موټر ورتلو پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره ورځ د لاس‌انجلس ښار په «ایست هالیووډ» سیمه کې هغه مهال وشوه چې ګڼ شمېر خلک د يو نايټ کلب مخې ته راټول شوي وو.

راپور کې راغلي،  ښایي د پېښې مهال موټرچلوونکی بې‌هوښه شوی و؛ ځکه لومړی یې د سړک غاړې ته یو موټر وهلی او وروسته د نايټ کلب مخې ته پر خلکو ورغلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۳۰ کسان ټپيان شوي او موټرچلوونکی هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.