Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ویتنام په «ها لونگ» خلیج کې د یوې تفریحي کښتۍ چپه کېدو پېښه کې ۳۷ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ویتنام په شمال کې د «ها لونگ» په خلیج کې د سیلانیانو یوې کښتۍ چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه شوي او ۵ نور لادرکه دي.

الجزیرې راپور ورکړی، یاده کښتۍ چې ۴۸ مسافر او پنځه د کښتۍ کارکوونکې په‌کې سپاره وو، شنبې له غرمې وروسته د «ها لونگ» خلیج له اوبو د تېرېدو پر مهال چپه شوې ده.

راپور کې راغلي چې د دې کښتۍ د سپرلیو له ډلې څه باندې ۲۰ ماشومان وو.

د ویتنام رسمي خبري اژانس ویلي، د ژغورنې ډلې وکولای شول د شنبې تر ماښامه د لسو کسانو او د یک‌شنبې تر سهاره د ۳۷ کسانو جسدونه له اوبو راوباسي.

سرچینې لیکلي، د ژغورنې عملیاتو دوام پیدا کړ او چپه شوې کښتۍ ساحل ته لېږدول شوې او اکثره مسافر د هانوی ښار کورنۍ وې چې د تفریح لپاره دې سیمې ته راغلې وې.

د ویتنام لومړي ‌وزیر فام مین چین د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ مرابت وړاندې کړي او امر یې کړی چې د دې پېښې علت دې جدي وڅېړل شي او د هر ډول احتمالي سرغړونې پر وړاندې دې پرېکنده چلند وشي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.