پلخمري (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ځمکې ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې پنځه کسان وژل شوي او د یوې ښځې او څو ځايي اوسېدونکو په ګډون ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیې قوماندان ملا محمدضیا طاووس له قوله لیکلي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په «شهر کهنه» سیمه کې شوې ده.
د هغه په خبره، دغه نښته د ځمکې د ملکيت پر سر د دواړو کورنيو ترمنځ د مخکنیو اختلافاتو له امله شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده نښته کې پنځه کسان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې څلور ټپیان بېطرفه او ځایي اوسېدونکي دي چې د نښتې د مخنیوي هڅه یې کوله.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، نښته هغه مهال شوې چې کله ښکېل یوه لوري خپل موټر له کوڅې تېراوه او ورته مهال مقابل لوری هم له خپل موټر سره په همدې کوڅه کې راښکاره شو چې دا موضوع د لفظي شخړې لامل شوه او وروسته وسلهواله نښته وشوه.
هغه زیاته کړه چې پولیس پر وخت سیمې ته ورسېدل او د تاوتریخوالي د لا پراخېدو مخنیوي لپاره یې سملاسي اقدام وکړ.
د هغه په خبره، د دې پېښې په تړاو د امنيتي ځواکونو له خوا اته شکمن کسان نيول شوي او په تړاو یې نورې پلټنې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP