Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: زموږ سیاست متوازن دی او د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړو

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي امارت د مشر او سترې محکمې د رییس په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړه غندلې ویلي یې دي چې اسلامي امارت متوازن سیاست لري او د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت ډیپلوماتیک او اقتصادي تعامل غواړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي چې د یاد وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د لسګونو ډیپلوماټانو د فراغت مراسمو کې یې خبرې کولې وویل، په دې وروستیو کې د روسیې له لوري د افغانستان اسلامي امارت په رسمت پېژندل شوی چې دا یو ښه پرمختګ دی.

هغه زیاته کړه: «ټولو هېوادونو ته، په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو ته یادونه کوو چې موږ او تاسو په تېرو څلورو کلونو کې ډېر ښه تعامل درلود او ډېر پرمختګونه مو ترلاسه کړل، ښه راشه درشه مو درلوده او هيڅ ډول تشویش مو یو بل ته نه دی رامنځته کړی، نو باید ټول راوړاندې شي او همدغه لاره تعقیب کړي څو د نورو پرمختګونو لپاره لار هواره شي.»

مولوي متقي زیاتوي، سره له دې چې اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې او پرمختګونه لري، خو دا معنا نه لري چې له لرو پرتو هېوادونو سره اړیکې نه لري؛ د اسلامي امارت سیاست متوازن دی او له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.

هغه زیاته کړه: «هغه هېوادونه چې تر اوسه نه دي راوړاندې شوي، غربي هېوادونه، د امریکا متحده ایالات، له هغو سره هم موږ مثبت تعامل غواړو، هغو سره هم ډیپلوماتیکي اړیکې غواړو، له هغو سره هم اقتصادي اړیکې غواړو؛ ځکه زموږ سیاست دا دی، زمو پالیسې دا ده چې افغانستان به نور د یو مثبت تعامل او د مثبت رقابت مرکز وي، دلته به اقتصادي فعالیتونه وي، دلته به سیاسي فعالیتونه وي، دلته به ناستې ولاړې، ډیالوګ، مذاکرې، مفاهیمې وي او دا له ټولو سره غواړو، زموږ پالیسي له یو جهت سره پرمختګ د بل جهت په ضد باندې نه ده.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي امارت د مشرتابه او د سترې محکمې د رییس نیونې په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړه وغندله، ویې ویل، دا پرېکړې په هيڅ ډول تطبیق وړ نه دي او دا ظالمانه او په اعراضو بنا پرېکړې دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ هغه قیادت چې د عمومي عفوې په رڼا کې یې د لکونو انسانانو ژوند وژغوره، په ټول هېواد کې امن راوست، له سیمې او نړۍ سره یې د ښه تعامل اجنډا وړاندې کړه، د دې پر ځای  چې تقدیر شي هغه تهدیدېږي، نو دغه غيرعادلانه او ظالمانه فیصله د تطبیق وړ نه ده، د اسلامي امارت ټولې ډیپلوماتیکې استازولۍ به د دې په خلاف خپل غږ پورته کوي او خپل اواز به تر ټولو نړۍوالو رسوو چې دغه ډول پرېکړې چې هغه په خاصو اعراضو باندې ولاړې وي، له عدل نه لرې وي، دا د یو هېواد او د قیادت لپاره سپکاوی بولو او په کلکو ټکو یې غندو.»

متقي په یاده ناسته کې له ایرانه د افغان کډوالو راایستل کېدو موضوع په اړه هم خبرې وکړې، ویې ‌ویل، په دې وروستیو کې له ایرانه د کډوالو راایستلو لړۍ په ډېر شدت روانه ده، په داسې حال کې چې چمتووالی یا ترتیبات ورته نه وي، دا ځوروونکی حالت دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: «موږ بار بار د ایران اسلامي جمهوریت ته، حتا د ایران جمهور رییس ته ما خپله په لیدنه کې دغه خبره وکړه چې کډوال که افغانستان ځي، باید په تدریج سره ولاړ شي.»

متقي زیاته کړې: «افغانان چې نورو هېوادونو ته تللي، له مجبوریته تللي دي، دلته جنګ و، دلته اقتصادي ورانۍ وې، دلته یې مشکلات لرل، اوس چې الله تعالی امن راوستی، خود به خپل هېواد ته راځي، خو نه په بې‌عزته شکل، نه په داسې شکل چې د هغوی ابرو، مال او عزت ته کتنه نه کېږي، باید راشي په ابرومندانه شکل، باید راشي په تدریج سره، باید راشي د هغو امکاناتو په رڼا کې چې دواړه هېوادونه یې ورته مهیا کولای شي.»

متقي له هېوادوالو، ملي سوداګرو، نړۍوالو هېوادونو او خیریه بنسټونو غوښتنه وکړه چې افغانستان ته له راستنېدونکو افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.