Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلوچستان کې د ځمکې د ملکیت پر سر نښته کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په بلوچستان کې د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د پاکستان ډان ورځپانې نن راپور ورکړی چې یاده نښته پرون د بلوچستان د عبدالله کلا ولسوالۍ په «توت ادها» سیمه کې د اڅکزو د کاکوزيو او د کاکړو د بادوان قبیلو د کسانو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر شوې ده.

راپور کې راغلي، دواړو خواوو له وسلو کار اخیستی چې له امله یې شپږ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څو نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د څلورو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی او د درملنې لپاره د کوېټې ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.

راپور کې دغه‌راز راغلي، سیمې ته د امنیتي ځواکونو په وررسېدو نښته پای ته رسېدلې او د یادې پېښې د عاملینو د نیولو عملیات یې پیل کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.