غزنيښار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): په غزني ولایت کې یو شمېر بزګران وایي چې د وچکالۍ له امله یې سږ کال د غنمو حاصلات د پام وړ کم شوي او غوښتنه کوي چې د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو تخمونو او نورې مرستې دې ورسره وشي.
غزني د افغانستان یو له مهمو کرنیزو ولایتونو دی او شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
د غزني د مرکز اړوند د ارزو سیمي یوه کروندګر احمدجاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل چې پخوا به یې ځمکو څه باندې ۵۰۰ منه غنم حاصل ورکاوه خو سږ کال یې د وچکالۍ له امله ۲۰۰ منه حاصل راټول کړی دی.
هغه زیاته کړه، پخوا به یې ۲۵ جریب ځمکه کرله، له هر جریبه به یې شل منه حاصلات ترلاسه کول خو سږ کال یې د وچکالۍ له امله له یو جریب ځمکې یوازې اته منه حاصلات ترلاسه کړي دي.
دغه راز د اندړو ولسوالۍ د سردې سیمي یو کروندګر نورمحمد وایي، غنم یې سږ کال د وچکالۍ له امله ډېر کمزوري وو او د اړتیا پر مهال یې ونه شو کولای اوبه ورته ورسوي.
د غزني د مقر ولسوالۍ د سه کیچه سیمي اوسېدونکي سلطانمحمد وویل، للمي غنم له ورښتونو سره وده کوي خو سږ کال یې د بارانونو نه ورېدو او وچکالۍ له امله حاصلات ډېر کم شوي دي.
هغه زیاته کړه، سږ کال یې خپله هم للمي کرلي وو خو د بارانونو نه کېدو له امله یې هغه شوي لګښتونه هم پوره نه شول.
همدارنګه د ګیرو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالخالق وویل، پخوا به د زنخان، ده یک، اندړو، ګیرو او ان قرهباغ ولسوالیو دښتو کې للمي غنم کرل کېدل، خو اوس د وچکالۍ له امله ډېر کم او یا بېخي نه کرل کېږي.
هغه زیاته کړه، هغه چا چې للمي غنم کرلي، حاصلات یې دومره کم شوي چې هغه کړي لګښتونه یې هم نه پوره کوي.
ځینو نورو بزګرانو هم له پژواک خبري اژانس سره له وچکالۍ او د غنمو حاصلات له کمېدو شکایت کړی دی.
دوی ټول له چارواکو او مرستهکوونکو بنسټونو غوښتنه کوي چې د غزني له بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو او اوبو برابرولو برخه کې مرستي وکړي.
په غزني کې د کرنيزو چارو پوه انجينر فیضالرحمن ابراهیمي وایي، وچکالي نه یوازې په غزني، بلکې په ټول هېواد کې د غنمو تولید او د خوړو خوندیتوب ته لوی ګواښ دی.
هغه وویل، د باران یا اوبو کموالي له امله د غنمو بوټی ښه وده نه کوي چې په پایله کې حاصل د پام وړ کمېږي او زیاتوي، وچکالي د ځمکې د وچوالي لامل کېږي او له کښته یې غورځوي.
د نوموړي په خبره چې حکومت باید بزګرانو ته د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم تخونه ورکړي او د اوبو مدیریت دې وکړي.
د غزني د والي ویاند مولوي عزتالله سعیدي هم پژواک خبري اژانس ته تایید کړه چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د اوبیزو او للمي غنمو حاصلات د پام وړ کم شوي دي.
هغه وویل، په تېرو کلونو کې په دغه ولایت کې په کلني ډول شاوخوا ۲۲۳ زره مټریک ټنه غنم راټولېدل خو سږ کال د ۲۰۰ زره مټریک ټنه غنمو راټولېدو اټکل شوی دی.
هغه وایي، د دوامداره وچکالۍ پر وړاندې یې ځيني تدابیر په پام کې نیولي او په راتلونکي کې به د کرنې ریاست د بدیلو کرنیزو کښتونو د ترویج، د اوبو سرچینو د مدیریت پروژو، د زراعتي حوضونو جوړولو، د وچکالۍ ضد تخمونو د وېش او د پوهاوي کمپاینونو ترسره کولو برخو کې کار وکړي.
نوموړی غوښتنه کوي چې بزګران دې د اوبو د سپما مؤثرې لارې لکه د څاڅکي او فشاري اوبولګولو سیسټمونه وکاروي او هم دي هغو نباتاتو ته لومړیتوب ورکړي چې لږې اوبه غواړي او لوړ مقاومت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP