Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې ناپېژانده کسانو یو ځوان په ډزو وژلی

کندهار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ناپېژانده کسانو یو ځوان په ډزو وژلی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې ‎ وژل شوي کس د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د رنګریزانو کوڅه کې هټۍ درلوده.

هغه زیاته کړه چې یاد کس  تیره شپه ناوخته له خپل کور سره نږدې په ډزو وژل شوی دی.

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو د یادې پېښې عاملین ونیسي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې وسپاري.

بلخوا د وژل شوي کس ورور تیمورشا وايي، ورور یې د غلو له خوا وژل شوی او غله له سیمي څخه تښتېدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.