Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له تاجکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ ای‌او‌اېم له دغه بهیره څارنه کوي

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): تاجکستان د قاچاق او جعلي اسنادو په اړه د اندېښنې له امله د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو ایستلو لړۍ پيل کړې او د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم له دغه بهیره د څارنې لپاره شېرخان بندر ته ځیني ټیمونه لېږلي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې خبرپاڼه کې راغلي چې تاجک چارواکو د څېړنو پر مهال په یادو کډوالو کې ځیني موارد لکه د نشه‌يي توکو قاچاق، د سختدریځۍ پراخېدل، د پناه‌غوښتنې لپاره د جعلي اسنادو کارول او د تاجکستان له لارې نورو هېوادونو ته اوښتل ثبت کړي دي.

د یادې خبرپاڼې له مخې، تاجکستان د یادو مواردو له امله مخکې له مخکې یو شمېر افغان کډوال ایستلي او د هغو پناه‌غوښتونکو د ایستلو لړۍ به چې د دغه هېواد قوانین نقضوي، دوام ومومي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل نوي راپور کې له تاجکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له احتماله یادونه کړې او ویلي یې دي چې د روان وضعیت څارلو لپاره یې په کندوز کې شېرخان بندر ته تجهیزات او نظارتي فورمونه لېږلي دي.

یاد سازمان وايي چې له راستنېدونکو د راستنېدو لامل او نورو اړوندو مسایلو په اړه پوښتنه کوي او له هغوی سره مرکې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.