هرات (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د هرات په اسلامکلا بندر کې د کارموندنې کمېټې مسوولین وايي چې د دې کمېټې د فعالیت له پیله راهیسې له ایرانه څه باندې پنځه زره راستانه شوي کډوال په دغه مرکز کې ثبت شوي څو هغوی ته د کاري زمینې برابرولو لپاره کاري بنسټونو ته ور وپېژندل شي.
اسلامکلا بندر کې د کارموندنې کمېټې مسوول عبدالقیوم وثیق وايي، د هغو کډوالو د ثبت لړۍ چې فني او حرفوي مهارتونه لري، روانه ده او دغه کسان به له ارزونې وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته وروپېژندل شي.
د هغه په وینا، یاده لړۍ کې کډوالې مېرمنې هم شاملې دي او ټاکل شوې د هغو د مهارتونو او تجربو پر اساس ورته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي دغهراز زیاته کړه، د یادې کمېټې د فعالیت له پیله راهیسې تر اوسه پنځه زره او ۸۳ کسان ثبت شوي دي.
وثیق دغهراز ټینګار وکړ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یادو ثبت شوو کسانو له ارزونې وروسته هغوی خصوصي، دولتي شرکتونو او د کار په برخه کې فعالو بنسټونو ته ور پيژني څو د جذب او ګمارنې لړۍ کې اسانتیا رامنځته شي.
د یاد پروګرام موخه د هېواد دننه د متخصص کاري ځواک جذب او د راستانه شوو کډوالو د بیکارۍ مخنیوی بلل شوې ده.
د ویلو ده چې ایران له څه مودې راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او له یوې میاشتې په کم وخت کې څه باندې نیم میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP