کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه، ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چارواکو کابل کې د امیر دوست محمدخان ښوونځي له تاریخي ودانۍ د لیدنې پر مهال غوښتنه وکړه چې د سړک جوړولو په بهیر کې دې د دغې ودانۍ ژغورنې ته پام وشي او د ښاروالۍ اړوند کمېټې هم د تاریخي ابداتو د ساتنې ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو کسانو په دې وروستیو کې پر ټولنیزو پاڼو لیکلي وو چې د کابل په نواباد سیمه کې د امیر دوست محمدخان ښوونځي پر تاریخي ودانۍ د ښاري پراختیا او سړکونو پراخولو نقشه راغلې ده. هغوی له کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتي وو چې دغه ودانۍ وژغوري او د سړک پراخولو پلان د پلي کېدو پر مهال یې ړنګه نه کړي.
د فیض په نوم یوه کس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د کابل ښاریانو غوڅ اکثریت وړاندیز! موږ کابلیان د افغانستان اسلامي امارته غوښتنه کوو چې له فرهنګي میراثونو حراست وکړي، د امیر دوستمحمدخان د ښوونځي له تخریبه دې مخنیوی وکړي، دا د کابل ښاروالۍ لومړنی تعمیر و او باید بدیلې لارې ورته ولټول شي.»
دغهراز، د حمزه په نوم بل کس پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او کابل ښاروالۍ د پام وړ! د امیر دوستمحمدخان ښوونځی په تاريخي ابداتو کې ثبت شوی، له تاریخي اړخه د امیر دوستمحمدخان کور دی او دا مهال د سړک پراخېدو په پروژه کې راغلی، هیله ده چې تاریخي اهمیت ته یې پام وشي او د ساتنې لپاره یې دي لاس په کار شي.»
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي، د کابل ښاروالۍ کلتوري رئیس قاري وليګل جواد، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو رییس، د کور او ښارجوړونې وزارت د لرغونو ښارونو رییس، د چاپېریال ساتنې او د اغاخان مؤسسې د استازو په ګډون یوه پلاوي د کابل درېیمې ناحیې اړوند د امیر دوست محمد خان ښوونځي له تاریخي ودانۍ لېدنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دا چې د ياد ښوونځي د ودانۍ تر څنګ عمومي او فرعي سړکونه تېرېږي، په دې اړه یاد پلاوي د کابل ښاروالۍ له ټاکل شوې فني او تخنیکي کمیټې سره هم ولېدل او له ساحوي انجینرانو يې وغوښتل چې د امیر دوست محمدخان ښوونځي تاریخي او لرغوني ودانۍ ته چې لرغونتوب یې نږدې ۱۴۰ کلونو ته رسېږي، ځانګړې پاملرنه وکړي او له هر ډول گواښ او زیان څخه يې وژغوري.»
سرچینه زیاتوي چې د کابل ښاروالۍ د فني او مسلکي کميټې غړو د هنر او فرهنګ د معین په مشرۍ پلاوي ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي څو د سړکونو په اوږدو کې پراته تاریخي ابدات له تخریب څخه وژغورل شي او په ځانگړي ډول به د امیر دوست محمد خان ښوونځي د تاریخي ودانۍ د ژغورلو په باب د کابل ښاروال ته خپلې وروستۍ موندنې او څېړنې وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP