د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چارواکو کابل کې د امیر دوست محمدخان ښوونځي له تاریخي ودانۍ د لیدنې پر مهال غوښتنه وکړه چې د سړک جوړولو په بهیر کې دې د دغې ودانۍ ژغورنې ته پام وشي او د ښاروالۍ اړوند کمېټې هم د تاریخي ابداتو د ساتنې ډاډ ورکړ.