Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست ښار کې د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې

خوست‌ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): خوست کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز خوست ښار کې د ۱۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې.

د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد وايي چې په دې پروژه کې د شپږ کیلومتره په اوږدوالي د لښتیو او ۱۹۹ پلچکونو جوړول شامل دي چې چارې به یې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې ترسره او په بشپړېدو به یې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه وویل: «د دې پروژې اهميت په دې کې دی چې پخوا به دلته کله باران وشو، اوبه به راروانې شوې، خلکو ته به تکليف رسېده، د هغوی کورونه به لاندې کېدل، خلکو بېخي زيات شکايت کاوه نو د دې لپاره مو دلته د لښتيو جوړولو پلان برابر کړ.»

ښاروال دغه راز زياته کړه چې د دې او دې ته ورته نورو پروژو په تطبیقېدو سره به د سيمې بې روزګارو خلکو ته د لنډمهال لپاره د کار زمينه هم برابره شي.

ورته مهال، د سيمې اوسېدونکي وايي چې د بيارغونې د يادې پروژې په ترسره کېدو سره به يې د چټلو اوبو مخنيوي برخه کې ډېرې ستونزې هوارې شي.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمديوسف په دې اړه پژواک ته وويل: «دلته هر وخت چټلۍ راټولېږي، که دا لښتي اساسي جوړ شي نو دلته به چټلۍ ورسره ورکې شي او اوبه به يو مسير باندې لاړې شي؛ ځکه په صحي لحاظ دا اوبه خلکو ته ډېر نقصان رسوي.»

د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي احسان‌الله احمدي وويل: «دلته ډېرې ستونزې موجودې دي، د چټلو اوبو د وتلو لار نشته او غوښتنه مو له ښاروالۍ دا ده چې دا لښتي په اساسي ډول جوړ کړي؛ ځکه خلک يې ډېر له ستونزو سره مخ کړي.»

د خوست ښاروالۍ د مسوولينو د معلوماتو له مخې، روان کال به د ښار په بېلابېلو برخو کې د بيارغونې ګڼې لويې او وړې پروژې پلې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.