Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: له متحده ایالتونو سره په اړیکه کې یو او دوه‌اړخیزې مستقیمې ناستې هم لرو

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي چې اسلامي امارت د متقابل احترام پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی او د امریکا له متحده ایالتونو سره هم تماسونه او مستقیمې دوه‌اړخیزې ناستې لري.

د حکومتي ادارو د یوه کال لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د بهرنیو چارو وزارت خپلې د تېر ۱۴۴۶ هجري قمري کال لاسته‌راوړنې وړاندې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ تعامل ته چمتو دی او د رسمیت پېژندنې برخه کې هم هڅې روانې دي.

دی وایي: «دا چې له روسیې وروسته به کوم هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني، موږ په دې برخه کې ډېره ښه حوصله لرو، موږ ډېر پرمختګونه لرو، موږ په لومړي قدم کې ډیپلوماټان لېږل، وروسته خبره سفیرانو ته ورسېده، اوس خبره د رسمیت پېژندنې روانه ده او دا هر څه به په وخت سره راڅرګند شي.»

هغه زیاته کړه، هېوادونه طبعاً خپل داخلي نزاکتونه هم لري، سیمه‌ییزه ملګرتیا هم لري، د نړۍ په کچه اړیکې هم لري، په تدریج سره به مخې ته راځي او په راتلونکي کې به دغه پروسه نوره هم پر مخ ولاړه شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وایي، رسمیت پېژندل د هېوادونو اړتیا ده او یو نړۍوال تعامل دی، لکه څنګه چې نور هېوادونه اړتیا لري، همداسې یې افغانستان هم لري او دا یې حق دی باید ورکړل شي.

متقي د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د اړیکو په اړه وویل: «موږ د امریکا له متحده ایالتونو سره په اړیکه کې یو، هم مستقیماً دوجانبه ناستې لرو او هم د ځینو پروسو مثلاً د دوحې پروسه چې ټول هېوادونه په هغه کې دخیل دي، په هغه کې هم ناستې لرو.»

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له امریکا سره په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت په اړه هم خبرې کړې، په ځانګړې توګه د قونسلي خدمتونو برخه کې؛ ځکه هلته په لسګونه زره افغانان ژوند کوي او دا یې بشري حق دی چې هغوی ته قونسلي خدمات وړاندې شي.

نوموړی وایي: «د امریکا په شان هېوادونه طبعاً چې له افغانستان سره خپل تعلقات عادي کوي، وخت ته اړتیا لري.»

د بهرنیو چارو وزارت وایي، جرمني ته چې کوم ډیپلوماتان تللي، هلته به افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې کوي او په راتلونکي کې به له جرمني سره خبرې او مذاکرات ترسره شي او ډېر پرمختګونه به رامنځته شي.

هغه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اړه زیاته کړه: «په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان حق دی؛ ځکه هغه څوک چې اوس په هغې څوکۍ ناست دی، هغه د چا نماینده‌ګي کوي، د کوم نظام نماینده‌ګي کوي، حتا هغه کس چې د تېر رژیم نماینده‌ګي یې کوله چې د اشرف غني مشر و، اوس هغه هم وجود نه لري، دا یو بل څوک دی چې هلته ناست دی، د افغانستان حقوق هلته غصب شوي او دا حقوق باید بېرته افغانستان ته ورکړل شي، په دې باره کې زموږ هلې ځلې روانې دي او له هېوادونو هم غواړو.»

نوموړی وایي، په نورو هېوادونو کې د افغانستان قونسلګرۍ او سفارتونه له ۴۰ څخه ډېر دي او دا ورځ تر بلې ډېرېږي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام وویل، اوس په افغانستان کې ټول هغه خوبونه غلط  ثابت شول چې ګواکې د اسلامي امارت واکمني به «خدای ناخواسته متزلزله» وي.

د نوموړي په خبره: «هغه مسایل چې له ټولې نړۍ سره مشترک دي، لکه د امنیت مسئله چې له افغانستانه د ډېرو هېوادونو لوی تشویش و، نن الحمدالله په افغانستان کې د مرکزي حکومت نه د باندې هیڅ کومه وسله‌واله ډله شتون نه لري.»

همدارنګه په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو رییس مولوي شعیب بریالي وویل، دغه وزارت په تېر کال کې له ۱۷۶ هېوادونو څخه کابو ۲۵۰ زره بهرنیو وګړو لپاره ویزې صادرې کړې، د ویزې صدور برخه کې یاد شمېر د تېرو کلونو په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

هغه وویل: «په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته زېری ورکوو چي په نږدې راتلونکي کې به د المان هېواد په بن ښار کې د پاسپورټ چاپ حوزه له څلورکلن ځنډ وروسته بیا فعاله کړي. د يادو خدمتونو له بيا پيل سره به په اروپایي هېوادونو کې د پاسپورټ له پلوه د افغان وګړو ستونزو ته فعاله رسېدنه وشي.»

نوموړی وایي، په بهر کې د ا.ا سیاسي او قونسلي استازولیو له لارې د کابو ۲۰۰ زره افغان وګړو لپاره د پاسپورټ خدمتونه ترسره شوي دي.

دی وایي، په بهر کې د افغان وګړو ستونزو ته د رسېدنې په پار اوس مهال په ۲۹ سیاسي او قونسلي استازولیو کې د پاسپورټ د صدور بهیر روان دی؛ په داسې حال کې چې تېر کال یاد خدمتونو یوازې په ۱۷ استازولیو کې شتون درلود.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوس مهال د قونسلي چارو ریاست د ۷۹ ډوله مصدقه سندونو تصدیق خدمتونه ترسره کوي، په داسې حال کې چې یاد شمېر پخوا یوازې ۴۹ ډوله سندونه وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.