Language

د شمال زون یو شمېر ځوانان د ملي یووالي له پیغام سره غزني ته تللي

غزني‌ښار (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۴): د شمال زون یو شمېر ځوانان چې د بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو استازي په‌کې شامل دي، د ملي یووالي، اتحاد او ورورولۍ له پیغام سره سوېل‌ختیځو ولایتونو ته له سفر وروسته غزني ته تللي دي.

د غزني مرستیال والي حافظ عبدالرشید عمري له یادو ځوانونو سره په ناسته کې وویل: «دا ځوانان دي چې د تاریخ په اوږدو کې د هر ډول بدلون قربانیان پاتې شوي؛ که ځوانان سره یوموټی شي، موږ کولای شو یو اباد او سوکاله هېواد ولرو، خو که بې‌اتفاقه وي او تفرقه خپروي، د یوموټي هېواد لرل ناشونی دی.»

نوموړي زیاته کړه، پرمختګ یوازې د اتحاد او یووالي له لارې شونی دی، بې له وحدته پرمختګ امکان نه لري.

د شمال زون ځوانانو وویل چې دغه ډول سفرونه د قومونو ترمنځ د یووالي او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ لپاره ډېر اغېزناک دي. دوی ټینګار وکړ چې اوس د دې وخت دی چې اختلافونه پای ته ورسول شي او ټول ملت سره متحد شي.

په همدې لړ کې، د بلخ ولایت استازي رازمحمد احمدي وویل: «زموږ د سفر اصلي هدف دا دی چې د هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ ورورولي، یووالی او د ژبني او قومي توپیرونو له منځه وړل رامنځته کړو.»

ورته مهال، د غزني اوسېدونکو د یادو ځوانانو د راتګ هرکلی وکړ او هغوی ته یې نه یوازې مېلمستیا ورکړه، بلکې دا پیغام یې هم ورکړ چې شمال، جنوب، ختیځ او لوېدیځ ټول یو ملت دی، یو افغان دی او هيڅوک نه شي کولای چې دغه ملت سره بېل کړي.

د غزني یوه قومي مشر حاجي موسی وویل: «موږ له پېړیو راهیسې یو افغان ملت یو؛ خو له بده مرغه په تېرو څو لسیزو کې د جګړو، اختلافونو او بېلابېلو ژبنیو، مذهبي او سمتي مسایلو له امله وېشل شوي یو.»

نوموړي زیاته کړه چې ځوانان د هېواد بنسټیز ځواک دی او له دې ډول پیغام‌لرونکو سفرونو باید ګټه واخیستل شي څو منفي ذهنیتونه له منځه ولاړ شي او د تفرقې مخنیوی وشي.

یادونه باید وشي چې څه موده وړاندې هم د سوېل‌ختیځ زون یو شمېر ځوانانو د ورته هدف لپاره شمال زون ته سفر کړی و.