Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د اوبو رسونې د درېیو شبکو جوړولو چارې پیل شوې

فېروزکوه (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۴): غور کې ځايي سرچینې د دغه ولایت په پسابند، دولت‌یار او الفاروق ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د درېیو شبکو جوړولو چارو له پيلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۱۴۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل: «یادې پروژې د پسابند ولسوالۍ په سرخک او شخشل چینې، د دولتیار په اولاد حاتم او د الفاروق په ګاوکشته کلیو کې د ډاکار او اکشن‌اید موسسو په تخنیکي همکارۍ او کلیو د پراختیا و بیارغونې ریاست تر نظر لاندې پلې کېږي.»

نوموړي زیاته کړه چې د یادو پروژو ټولیز لګښت ۱۲ میلیون او ۶۴۰ زره افغانۍ دی چې د ډاکار او اکشن‌اید موسسو له لوري ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه چې د یادو پروژو په بشپړېدو ۱۴۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کوي او د کار په جریان کې به لسګونه ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

د خلکو هرکلی

د غور د دولت‌یار ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۱ کلن عنایت‌الله وویل: «پخوا د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره مو باید ډېر اوږد مزل په پښو کړی وای او کله به اړ کېدلو چې له ناپاکو اوبو استفاده وکړو چې د بېلابېلو ناروغیو لکه نس ناستي لامل به کېدې. د یادو اوبو رسولو شبکو د کار په پیل سره به زموږ ژوند ډېر ښه شي او نور به د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي ستونزه نه لرو.»

هغه دغه‌راز له موسسو او حکومته غواړي څو د دغه ولایت په نورو ولسوالیو او لرو پرتو کلیو کې د اوبو رسولو پروژو پراختیا او د زېربنايي وضعیت ښه کېدو ته ځانګړې پاملرنه ولري.

ورته مهال، د غور د پسابند ولسوالۍ یو اوسېدونکی رحمت‌الله وايي: «د اوبو رسولو دغه شبکه زموږ لپاره د یوه الهي نعمت په ډول ده. له دې مخکې موږ تل د اوبو کمښت له ستونزې سره مخ وو او ماشومان مو ناروغ کېدل، اوس هیله‌مند یو د پاکو اوبو په درلودلو زموږ د کورنیو روغتیايي وضعیت ښه شي او ژوند مو اسانه شي.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.