Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: تېره یوه میاشت کې له راستنو شوو کډوالو سره د مرستو برخه کې شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ لګول شوې

هرات (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولین وايي، په تېره یوه میاشت کې له راستنو شوو کډوالو سره د مرستو برخه کې شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ لګول شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون غړي مولوي احمدالله وثیق رسنیو ته وویل، هره ورځ د راستنو شوو کورنیو هر غړي ته دوه زره افغانۍ وېشل کېږي او په ټوله کې په یوه ورځ کې ټولو راستنو شوو کسانو ته ۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کېږي.

هغه وايي، پرته له دې د راستنو شوو کډوالو ټول خدمتونه لکه خواړه، لېږد، روغتیايي مراقبتونه او ثبت‌نام په وړیا ډول ترسره کېږي او دغه پروسه لا هم دوام لري.

وثیق دغه‌راز وویل، اسلامي امارت په مستقیمه توګه مرستې وېشي خو له مرستندویه بنسټونو، سوداګرو او خلکو یې وغوښتل څو له کډوالو سره د کورونو په ودانولو او بیا جوړونه کې مرسته وکړي.

ورته مهال، د اسلام‌کلا سرحدي مسوولین وايي، تر اوسه د دغه بندر له لارې نږدې یو میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د هغه په وینا، د کډوالو لېږد لپاره ټول اړین امکانات برابر شوي او د هغوی پر شخصي مالونو هیڅ محصول یا تعرفه نه ده لګول شوې.

بلخوا، په هرات کې د کډوالو خدمتونو کمېټې رییس مولوي عبدالسلام هجرت وایي، هېواد ته د هر کډوال په راتګ سره د هغه او د هغه د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې لکه لنډمهاله سرپنا، خواړه، روغتیايي خدمتونه او پوښاک پر وخت برابرېږي.

د ویلو ده چې له ایرانه د کډوالو د راستنېدو پروسه لا هم ادامه لري او د چارو د مسوولینو په وینا، د راستنوو شوو کډوالو د ملاتړ او مرستې رسونې برنامې به د هغوی د وضعیت تر بشپړ ثبات موندلو پورې ادامه ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.