Language

خوست کې په یوه ترافیکي پېښه کې يو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي

خوست (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۴): د خوست امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله يو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېر ماښام د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې د خوست – ګردېز پر لويه لار شوې ده.

هغه زياته کړه، پېښه په داسې حال کې شوې چې یو ویټز موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله له سړکه وتلی او د سړک غاړې ته روان کسان یې وهلي دي.

د احرار په خبره، په دې پېښه کې يو کس ځای پر ځای مړ او پنځه نور ټپيان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

Related Topics