Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرینچارډ: هڅه کوو په افغانستان کې کرنه د خصوصي سکټور لپاره د پانګونې وړ وګرځوو

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۴): افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر وايي، اقلیمي بدلون د دغه هېواد کرنیز سکټور سخت ځپلی چې له امله یې کروندګر له اقتصادي او رواني پلوه اغېزمن شوي، خو دوی هڅه کوي د نړۍوالو شریکانو او افغان حکومت په همکارۍ په دې برخه کې د دوامدارو پانګونو لپاره بنسټیز بدلون رامنځته کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) مشر ریچارډ ټرينچارډ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته شوو کرنیزو ستونزو، د اېف‌اې‌او د بېړنیو او اوږدمهالو پروګرامونو، د بزګرانو د اقتصادي او رواني وضعیت، د میکانیزېشن د اړتیا، د خصوصي سکټور د رول او له ملي ادارو سره د همکارۍ  په اړه خبرې کړې دي.

هغه وایي، د افغانستان کرنیز سکټور چې د دغه هېواد د اقتصاد او ژوند اساس جوړوي، اوس له تر ټولو ستر ګواښ، یعنې اقلیمي بدلون سره مخ دی؛ د هوا د تودوخې زیاتوالی، د اوبو کمښت او دوامداره بدلونونه د هغو سیسټمونو بنسټونه ګډوډوي چې په درېیو پېړیو کې ټولنې پیاوړي کړي دي.

بدلېدونکی اقلیم او زیاتېدونکي ګواښونه

ټرینچارډ وویل، کرنې په افغانستان کې تل له موسمونو سره ژور تړاو درلود، خو هغه وړاندوینه چې یو وخت د دغه هېواد د کرنیز تقویم ځانګړتیا وه، اوس ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ ده. هغه زیاته کړه: «هغه بدلونونه چې موږ یې اوس وینو، بې‌ساري دي؛ وچکالي چې پخوا هر ۱۰ یا ۱۵ کاله وروسته راتله، اوس هر دوه یا درې کاله وروسته تکرارېږي.»

د هغه په خبره: «په ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ او بیا په ۲۰۲۴ کلونو کې د هېواد پراخې سیمې له ویجاړوونکو وچکالیو سره مخ شوې؛ باران ته کرنه (للمي) په ځانګړې توګه سخته زیانمنه شوې ده او د ځمکې لاندې اوبو کچه په چټکۍ سره ټیټېږي؛ ځکه چې د سطحي اوبو سرچینې هم د کمښت له ګواښ سره مخ دي. پایله څه ده؟ کرنیز حاصلات ناکامېږي، څاروي د مناسبې تغذیې له نعمته بې‌برخې کېږي او د خوړو امنیت د هېواد په ډېرو ولایتونو کې له جدي خطر سره مخ دی.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان  (FAO)مشر وایي چې په دغه هېواد کې د دوی فعالیتونه پراخ او څو اړخیز دي، لکه بېړنۍ بشري مرستې، د مقاومت جوړول او له اقلیمي بدلون سره اوږدمهاله تطابق.

د هغه په وینا، په بېړنیو حالاتو کې اېف‌اې‌او د اصلاح شوو تخمونو، څارويو خوراکي توکو او د وترنري خدمتونو برخو کې مهم ملاتړ برابروي. ټرينچارډ وویل: «موږ په تېرو دوو کلونو کې یوازې له شپږ میلیون ډېر څاروي واکسین کړي دي.»

نوموړي زیاته کړه چې د مقاومت هڅې د افغانستان د کرنیز سکټور بنسټونو پیاوړي کولو ته ځانګړې شوې دي. ریچارډ وايي چې د FAO دفتر له ټولنو سره ګډ کار کوي څو د اوبو ښه مدیریت، د سېلابونو کنټرول او د اوبولګولو سیسټمونو رغولو له لارې د کرنیزو زېربناوو دوام تضمین کړي او ترڅنګ یې بزګران ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې مقاوم لرونکي تخمونه او د کرنې ښې تګلارې ورته معرفي کېږي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر وایي، د اوږدمهاله تطابق برخه کې دغه سازمان له نړۍوالو اقلیمي مالي بنسټونو لکه «GEF»(Global Environment Facility) سره همکاري کوي څو د چاپېریال‌ساتنې، څرځایونو خوندیتوب او پایښت‌لرونکي کرنې لپاره اغېزناک ماډلونه معرفي او پراخ کړي.

د بزګرانو رواني وضعیت

ټرينچارډ وویل چې د اقلیمي بدلون له امله یوازې فزیکي نه، بلکې رواني زیانونه هم جدي دي؛ هغه د هغو زړه‌بوږنوونکو حالتونو یادونه وکړه چې بزګران په‌کې د کرنیزو محصولاتو له ناکامۍ وروسته، یوازې یو څو وږي غنم له خپلو کروندو راټولوي.

هغه وویل: «دا ډېره ویجاړوونکې کېدای شي، کله چې ستاسو ژوند، ستاسو د کورنۍ ښه‌والی او ستاسو ټوله پېژندنه له ځمکې سره تړلی وي او هغه ځمکه تاسو ته حاصل ونه کړي، دا د ژور رواني فشار سبب کېږي.»

نوموړي زیاته کړه چې که څه هم FAO مستقیم رواني روغتیایي ملاتړ نه وړاندې کوي خو د کرنې بریالي پایلې کولای شي هیلې بیا راژوندۍ کړي.

هغه وویل: «ما په کندوز کې د یوه ځوان بزګر په څېره کې خوښي ولیده، کله چې هغه د لومړي ځل لپاره د FAO له‌ خوا د تصدیق شوو تخمونو په مرسته د ټول کال لپاره کافي غنم ترلاسه کړل.»

هغه وایي: «دغه احساس د امنیت او رواني راحتۍ یو ځواکمن شکل دی.»

میکانیزېشن او خصوصي سکټور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر دغه راز د مرکې په دوام ړویل چې میکانیزېشن په افغانستان کې په ډېرو برخو کې محدود پاتې دی چې دا د لګښتونو لوړوالي له امله دی؛ FAO  په مستقیم ډول تراکورونه نه شي وړاندې کولای خو هڅه کوي کرنه د خصوصي سکټور لپاره د پانګونې وړ وګرځوي. ټرینچارډ وویل: «موږ داسې شرایط جوړوو چې میکانیزه کېدل اقتصادي معنا ولري.»

ټرینچارډ وویل، د نړۍوالو مرستو په کمېدو سره، په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو له لوري لکه امریکا، خصوصي سکټور اوس د افغانستان د کرنې د راتلونکې لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان کرنیز سیسټم باید پر ځان بسیا شي او خصوصي سکټور به د دغه بدلون لپاره اوږدمهاله مهم رول ولري.»

هغه افغان پانګه‌والو ته د دې په ویلو سره چې د کرنې برخه کې د پام وړ فرصتونه شته، وویل: «دلته نه یوازې د ګټې، بلکې د هېواد د سوکالۍ لپاره هم ښه فرصتونه موجود دي؛ که هغه پسته وي، بادام وي یا انار، افغان محصولات کولای شي په سیمه‌ییزو او نړۍوالو بازارونو کې مخکښ شي.»

لویې ستونزې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر د اقلیمي بدلون ټکانونو زیاتېدل، د اوږدمهاله اقلیمي پروژو لپاره محدود تمویل او پر لنډمهاله بشري مرستو ډېره تکیه د درېیو بنستیزو ستونزو په توګه یاد کړل او ویې ویل: «دا ډېره سخته ده چې ټولنې د پراخو ناورینونو لکه وچکالۍ، سېلابونو او ناروغیو وروسته ژر عیار شي.»

خو د هغه په خبره، سره له دې چې د نړۍوالو مرستندویانو ملاتړ شته، خو ډېری مالي سرچینې یوازې بېړنیو اړتیاوو ته ځانګړې شوې دي او FAO هڅه کوي چې د نړۍوالو شریکانو او د افغانستان د حکومت په همکارۍ د دوامدارو پانګونو لپاره یو بنسټیز بدلون رامنځته کړي.

له ملي ادارو سره همکاري

ټرينچارډ وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې له دولتي ادارو سره نږدې همکاري کوي؛ په دې وروستیو کې د چاپېریال‌ساتنې ملي اداره (NEPA) له پنځو کلونو وروسته د هېواد د «ملي ټاکل شوي مسوولیتونه» لومړنی راپور خپور کړ چې د اقلیمي سیاست لپاره یو مهم چوکاټ بلل کېږي. سربېره پر دې، د کرنې، او د اوبو او انرژۍ له وزارتونو سره همغږي دا یقیني کوي چې په ملي کچه د اقلیمي تطابق اقدامات اغېزناک وي.

افغان بزګرانو ته پیغام

د مرکې په پای کې په افغانستان کې اېف‌اې‌او مشر چې تر اوسه یې په څو هېوادونو کې کار کړی افغان بزګرانو ته په ځانګړي پیغام کې وویل: «افغان بزګران د هغو خلکو له ډلې دي چې ما تر ټولو زیات زغم لرونکي او سخت‌کاره لیدلي، د افغانستان د ملا د تیر حیثیت لري، د دغه هېواد اقتصاد، تاریخ او راتلونکی له هغوی سره تړلی دی؛ موږ به په FAO کې همېشه د هغوی ترڅنګ یو، څو د هغوی غوره تولید، ښه تغذیه او باکیفیته ژوند یقیني کړو.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.