Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د «رنګین‌کمان» هنري اثارو نندارتون پرانیستل شو

هرات (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): هرات کې د تجسمي هنرونو دودېدو او د انځورګرۍ فرهنګ پراختیا په موخه د «رنګین‌کمان» په نوم پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

په یاد نندارتون کې چې د هرات ښار د علامه صلاح‌الدین سلجوقي په سالون کې پرانیستل شوی، هنرمندانو، فرهنګ‌پالو او د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولینو ګډون په‌کې کړی و.

د یاد نندارتون تنظیموونکی هارون رحیمي وايي چې په دغه نندارتون کې بېلابېل هنري اثار لکه د نقاشۍ، خوشنویسۍ، میناتورۍ، تذهیب، په قلم کښلې نقاشۍ او ګرافیک طراحي تابلوګانې نندارې ته اېښودل شوې دي.

رحیمي زیاته کړه چې یاد نندارتون د نوو وړتیاوو معرفي کولو او په ټولنه کې تجسمي هنرونو ته د ودې ورکولو په موخه جوړ شوی دی.

بلخوا، د هرات د اطلاعات او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر مولوي حمیدالله غیاثي د ټولنې په فرهنګي وده کې د هنر پر مهم رول د ټينګار ترڅنګ وویل چې د اطلاعات او فرهنګ ریاست د هنرمندانو له پروګرامونو او هڅو ملاتړ کوي او چمتو دي چې په دغه ولایت کې د هنر د لا ودې لپاره بېلابېلې زمینې برابره کړي.

ورته مهال، په یاد نندارتون کې ځیني ګډونوال وايي، د داسې هنري نندارتونونو جوړول د بېلابېلو هنرونو پېژندلو لپاره ډېر ښه فرصت دی او د ځوانو هنرمندانو د خلاقیتونو او هڅو ليدل الهام ‌بښونکي او هڅوونکي دي.

د یادولو ده، یاد نندارتون د علامه صلاح‌الدین سلجوقي په سالون کې د پنځو ورځو لپاره پرانیستل شوی چې د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د ښځو لپاره ځانګړی شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.