Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران د سیستان د عدلیې پر ریاست ډله‌ییز برید؛ د بریدګرو په ګډون نهه کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): ایراني رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار یو شمېر ترهګرو د دغه هېواد د بلوچستان او سیستان ولایت د عدلیې ریاست پر ودانۍ برید کړی چې په پایله کې یې د درېیو بریدکوونکو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د  ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې یاد برید نن سهار د بلوچستان او سیستان د زاهدان ښار د ازادۍ پر سړک شوی دی.

په راپور کې د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د قدس قرارګاه د عامه اړیکو له قوله راغلي، په یاد برید کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي چې ډېری وژل او ټپيان عام وګړي دي او په وژل شوو کې یوه ښځه او ماشوم هم شامل دي.

سرچینې لیکلي، په یاد برید کې درې بریدګر چې د چاودېدونکو توکو واسکټونه یې هم پر ځان و، هم وژل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یاد برید مسوولیت د «جیش‌الظلم» ډلې پر غاړه اخیستی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.