Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د سلګونو ځوانانو لپاره د زده‌کړو درې میاشتنی پروګرام پیل

فیروزکوه (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې ۳۰۰ ځوانانو ته د دیني علومو، انګلیسي ژبې او کمپیوټر برخو کې د زده‌کړو درې میاشتنی وړیا پروګرام د پیل خبر ورکوي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروګرام د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په موخه رامنځته شوی او هڅه کېږي چې د دغه قشر لپاره د زده‌کړو لا ډېرې زمینې برابرې شي.

هغه وویل، د یادو ځوانانو لپاره د دیني علومو، انګلیسي ژبې او کمپیوټر برخو کې زده‌کړې ورکول کېږي.

دا څلورم پړاو دی چې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو امریت سلګونو ځوانانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

ورته مهال، د غور د والي ویاند محمدصادق رساس وویل، ځوانان په ټولو برخو کې اړین رول لري او باید په ټولو برخو کې په مسلکي او با ظرفیته توګه ټولنې ته وړاندې شي.

هغه د ځوانانو لپاره د زده‌کړو زمینې برابرولو برخه کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، ځوانان باید له دې فرصته ګټه واخلي او خپله علمي کچه لوړه کړي.

بلخوا، عبدالخلیل چې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د روزنیز پروګرام یو ګډونوال دی، د خوښۍ په څرګندولو وايي: «د دې روزنیز پروګرام له پيلېدو مننه کوم، زه د کمپیوټر د زده‌کړې برخې ته جذب شوم او ډېره لیوالتیا لرم چې د کمپیوټر پروګرامونه زده کړم.»

ورته مهال، د نور احد په نوم یو بل غوري ځوان وايي: «خپله ټوله هڅه کوم څو انګلیسي ژبه زده‌ کړم او دغه‌راز د حضرت محمد(ص) د سیرت په اړه خپل معلومات ډېر کړم او زه غواړم چې څه مې چې زده کړي، نورو ته یې هم ور زده کړم.»

دواړو کسانو ځوانانو لپاره د دا ډول پروګرامونو د ډېرېدو غوښتنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.