Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې 

میمنه (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د میمنی – اندخوی پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه مهال د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ په مربوطاتو کې د میمنې – اندخوی پر لویه لار یو کرولا موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د اندخوی روغتون مسوول ډاکتر سنجر عمر وايي چې د پېښې له ځایه د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ جسد او د دوو سړو او څلورو ښځو په ګډون شپږ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.