Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې ۳۲ ټنه تاریخ‌تېر خوراکي او ۱۲ ټنه نشه‌يي توکي وسوځول شول

زرنج (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): نیمروز ولایت کې ځايي سرچینې د نږدې ۱۲ ټنه جامد او مایع نشه‌يي او ۳۲ ټنه تاریخ‌تېر خوراکي توکو او بې‌کیفیته درملو له سوځولو خبر ورکوي او وايي چې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تړاو ۶۹ کسان هم نیول شوي دي.

د ولایت مقام ویاند قاري رحیم‌الله ساجد د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، نیمروز ولایت کې ۳۲ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درمل چې په تېرو شپږو میاشتو کې د درملو او خوړو ملي ادارې له لوري کشف او ترلاسه شوي وو، نن سهار (دوشنبه) وسوځول شول.

په خبرپاڼه کې د نیمروز د والي شیخ محمدقاسم خالد له قوله راغلي چې  اسلامي امارت د خپلو ښاریانو او وطنوالو روغتیا ساتنې ته ژمن دی له همدې امله د خوراکي، غیرخوراکي او درملو کیفیت او تاریخ ته ځانګړې پاملرنه لري.

هغه زیاته کړې: «تاریخ تېر درمل او توکي پر زهر بدلیږي او موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د نیمروز له لارې هېواد ته تاریخ تېر درمل او نور توکي وارد کړي.»

هغه د درملو له واردونکو شرکتونو او خوراکي توکو سوداګرو وغوښتل څو هېواد ته د بې‌کیفیته او تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکو له واردولو ډډه وکړي.

د نیمروز ولایت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت استازي مولوي حیدر حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادو توکو کې ۱۸۹۹ کیلوګرام بېلابېل نشه‌یي توکي (ښېښه، هیرویین، تریاک، چرس، ټابلیټ کا، زیکپ او ترامادول او دغه‌راز ۹۵۵۰ لېتر تیزاب) شامل دي چې د څلورو میاشتو په موده کې د کشفي عملیاتو په ترڅ او د دغه ولایت په چک پاینټونو کې کشف او ترلاسه شوي دي.

د هغه په وینا، یاده اندازه توکي پرون مازدیګر (یک‌شنبه) د ولایت د رهبرۍ مقام او ځینو نورو مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.

د نیمروز ولایت د مرافعې محکمې د مطبوعاتو امر سخي‌احمد جلالي وايي: «د امیرالمومنین فرمان او ښاري محکمې د پرېکړې له مخې ۶۹ کسان د نشه‌يي توکو په تړاو نیول شوي دي.»

د اسلامي امارت د رهبرۍ حکم له مخې په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو تولید، پېر او پلور منع دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.