Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د درېیو ولایتونو د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د غزني ولایت ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو ولایتونو د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د سکېټ لوبو سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش مدیر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا سیالۍ د سکېټ فدراسیون له‌ خوا د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ تنظیم شوې وې چې په کې د پکتیا خوست او غزني ولایتونو ۷۰ لوبغاړو ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه چې سیالۍ د غزني ښار په «اسلامي ثقافت» سړک کې ترسره شوې چې په‌کې د غزني ولایت الف ډلې لومړی او ب ډلې دويم مقامونه وګټل.

د نوموړي په خبره چې دغه سیالۍ سکېټ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او هغه ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې.

بلخوا بیا د سکېټ‌ لوبغاړي په غزني کې د لازمو اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي.

د سکېټ لوبې یوه ګډونوال سیدمحمد پژواک ته وویل: «په غزني کې د سکېټ مینه‌وال ډېر دي، د سیالیو لپاره باید لازم امکانات او له نورو هېوادونو سره د لوبو زمینه برابره شي، څو وکولای شو خپل هېواد ته بریاوې راوړو.»

د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شول.

د یادونې ده، په غزني کې د سکېټ لوبه څلور کاله مخکې په رسمي ډول پیل شوه او اوس هر کال ورته سیالۍ ترسره کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.