جلالاباد (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د ۱۴ زره «کا» ټابلېټونو، ۲۸ کیلوګرامه تریاکو او ۲۲۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق او پلور په تور لس کسان نیولي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ عملیاتو کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو کسانو سره ۱۴ زره د کا ټابلېټونه، ۲۸ کیلوګرامه تریاک او ۲۲۰ کیلوګرامه چرس نیول شوي دي.
امنیې قوماندانۍ لیکلي، نیول شوي مظنونین به د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP