منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:39 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور لس کسان نیول شوي

د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د ۱۴ زره «کا» ټابلېټونو، ۲۸ کیلوګرامه تریاکو او ۲۲۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق او پلور په تور لس کسان نیولي دي.

· 1 دقیقه لوستل · 209 کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د ۱۴ زره «کا» ټابلېټونو، ۲۸ کیلوګرامه تریاکو او ۲۲۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق او پلور په تور لس کسان نیولي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ عملیاتو کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو کسانو سره ۱۴ زره د کا ټابلېټونه، ۲۸ کیلوګرامه تریاک او ۲۲۰ کیلوګرامه چرس نیول شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي، نیول شوي مظنونین به د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

ولي‌محمد شینواری