کابل (پژواک، ۷ اسد ۱۴۰۴): په پروان کې د غوره لوبغاړو ټاکلو او په ملي سیالیو کې د ګډون لپاره د لوبډلې جوړولو په موخه د بدن جوړونې پنځلسم پړاو سیالۍ وشوې او په پایله کې یې ۴۰ ورزشکاران د غوره څېرو په توګه وټاکل شول.
دا سیالي نن د پروان ولایت د مرکز چاریکار په جمنازیم کې وشوې.
د پروان د بدني روزنې او سپورت رییس عبدالظاهر خالقیار مجاهد وویل، دا د بدن جوړونې ۱۵م پړاو سیالۍ دي چې د مرکز او ولسوالیو له کلبونو د څه باندې ۵۰ ورزشکارانو په ګډون په اتو کټګوریو، له ۵۰ تر ۸۰ کیلوګرامه وزن پورته کولو کې ترسره شوې.
هغه زیاته کړه چې د دغو سيالیو د تر سره کولو موخه د غوره څېرو او په ملي سياليو کې د ګډون لپاره د یوې لوبډلې رامنځته کول دي.
د بدني روزنې امریت زیاته کړه چې د هر وزن له ورشکارانو څخه یو - یو غوره ورزشکار وټاکل شو او د د حرکتونو، کړنو او د بدن جوړښت پر بنسټ ټاکل شوي ټیم ته معرفي شول.
مجاهد وويل چې د ۵۰ ورشکارانو له ډلې ۴۰ یې د غوره څېرو او پنځه د غوره لوبغاړو په توګه وټاکل شول او د بدن جوړونې منتخب لوبډله هم جوړه شوه.
هغه څرګنده کړه چې د سږ کال له پیله تر اوسه په سیمهییزه او مرکزي کچه ۵۰ سیالۍ ترسره شوې چې له لارې یې ورشکارانو د بهرنیو سیالیو لپاره ښه چمتوالی نیولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP