Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې

بامیان (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۴): بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني وايي چې د یادو پروژو چارې پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ځايي چارواکو، د پلې کوونکي بنسټ د استازو، قومي مشرانو او ځايي خلکو په حضور کې پیل شوې.

د سیغاني په وینا، یادې پروژې د بامیان د مرکز اوسېدونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره پلې کېږي او په بشپړېدو به یې شاوخوا ۸۱۱۹ کسان چې ۱۰۲۷ کورنۍ کېږي، اته جوماتونه، یوه دیني مدرسه او دوه ښوونځي به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي ومومي.

هغه زیاته کړه چې یادې پروژې د نړۍوال بانک له لوري تمویلېږي او د اغاخان د پراختیايي بنسټ له لوري د بامیان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست تر تخنیکي نظارت لاندې پلې کېږي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، یادې پروژې به د بامیان د مرکز اړوند په دهن‌کتوک، علی‌بیګ، بام‌سرای، چهارچشمه، قلعه‌سبزي، کهنه‌قلعه او قوم‌جوک کلیو کې عملي شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.