کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۴): د پروان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په قولهیر دره کې د نړۍوال بانک د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.
د پروان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس ملا عبدالصمد صادق پژواک خبري اژانس ته وویل چې د شینوارو ولسوالۍ په چپقول او چناره کلیو کې د څلور متره پنلوالي په درلودو د لس کلیومتره سړک، د درې متره په لوړوالي د ۱۰۵۰ متره محافظوي دېوال او ۳۳۲ متره پلې لارې جوړول او په قولهوچه، سایه او تعینو کلیو کې د څلور متره په سور او اته متره په اوږدوالي د موټرو لپاره یو پُل او د ۶۵۰ متره په اوږدوالي د یوه کانان جوړېدل په یادو پروژو کې شامل دي.
هغه زیاته کړه چې له دغو پروژو به ټولټال څلور زره کورنۍ مستفېدې شي.
هغه وویل چې دغه پروژې د کلیو پراخیتیا او بیارغونې ریاست په چوکاټ کې د نړۍوال بانک په څلوېښت میلیون افغانۍ مالي ملاتړ د اکتید موسسې له لوري د شپږو میاشتو په موده کې بشپړېږي.
د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو د چارو پر پیلېدو خوښ دي.
د پروان د شینوارو ولسوالۍ د قولهیر سیمې د چپقول کلي اوسېدونکي محمدسلیم په دې سیمه کې د سړک جوړېدو چارو پیلېدو په اړه وویل چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د زردالانو په ګډون د دوی ټول کرنیز محصولات پر وخت بازار ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP