کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېلي ترانسپورټي شبکې همغږي کولو او د دوه اړخيزو همکاريو پراختيا په موخه د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت تورغونډۍ بندر کې د پانګونې او د هغه د پراختيا برخه کې هوکړهلیک لاسليک شو.
د ټولګټو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمداسحاق صاحبزاده د ترکمنستان د ډيميريول ګورلوشيک سهامي شرکت له ریيس سردار قربانوف سره د پنځه میلیون ډالرو په ارزښټ د تورغونډۍ بندر د پراختيا او پانګونې اړوند يوه موافقتنامه او د همدې موافقتنامې پر اساس يو تړون لاسليک کړل.
خبرپاڼه کې راغلي، د دغه تړون د پروژې په متن کې د تورغونډۍ - هرات اوسپنې پټلۍ په مسير کې د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نوو ګودامونو او تاسيساتو ډيزاين، جوړول او فعالول شامل دي چې د ياد مسير په وچ بندر کې تطبيقېږي.
د ټولګټو وزارت لیکلي، په ياده پروژه د ترکمنستان له لوري پانګونه کېږي چې د افغانستان په خاوره کې به د افغانستان د قوانينو او د ترکمنستان په خاوره کې به د ترکمنستان د قوانينو له مخې عملي کېږي.
یاد وزارت لیکلي، تر بشپړېدو او ګټې اخيستنې ته تر سپارل کېدو وروسته به د پروژې مجموعي قيمت د همدغو تاسيساتو له عوايدو ترکمنستاني شرکت ته ورکول کېږي.
د يادونې ده، له دغو پروژو د ا.ا موخه د نړۍ د نورو پرمختللو او عصري رېلي بندرونو په څېر د افغانستان رېلي بندرونه په معيارونو سمبالول او د سوداګرو د غوښتنو مطابق پراختيا ورکول دي، څو له دې لارې سوداګرو ته بشپړې اسانتياوې رامنځته، ملي سوداګر راجذب او رېلي انتقالات زیات شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP